د لاس رسي وړ اتصالات

د غلا شویو تاریخي اثارو د بیرته ترلاسه کولو کمپاین


افغان چارواکي وایي، د افغانستان د تاریخي اثارو یوه لویه برخه ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي توګه پاکستان ته قاچاق شوې ده.
افغان چارواکي وایي، د افغانستان د تاریخي اثارو یوه لویه برخه ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي توګه پاکستان ته قاچاق شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال زردشت شمس نن په جلال اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، د جګړو په کلونو کې نورو هیوادونو ته په وړل شویو تاریخي اثارو پسې نړیوال کمپاین پیل شوی او تر پېژندلو وروسته به بېرته افغانستان ته وسپارل شي.

چارواکو ویلي، چې د افغانستان د تاریخي اثارو یوه لویه برخه ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي توګه پاکستان ته قاچاق شوې ده.

ښاغلی شمس وايي د جاپان په توکیو کې د تاریخي اثارو جوړ شوي نندارتون کې د افغانستان لسګونه اثار هم نندارې ته اېښودل شوي "د توکیو موزیم چې کله ختم شي نو ۱۰۶ قلمه تاریخي اثار به افغانستان ته وسپارل شي، مونږ په نړیواله کچه کمپاین پیل کړی دی، چې زمونږ تاریخي اثار مونږ ته بېرته وسپارل شي".

ټاکل شوې، چې دغه نندارتون د دلوې میاشتې تر ۲۲ نېټې دوام وکړي.

ښاغلی شمس وايي سږنی کال په جلال اباد کې یو لوی عامه کتابتون او د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره موزیم جوړوي " د سراج العمارت ودانۍ به سږ کال جوړوي او موزیم به پکې جوړوو او مونږ غواړو چې سږ کال په جلال اباد کې یو لوی عامه کتابتون هم جوړ کړو."

که څه هم کلونه تېر شول خو په جلال اباد کې د سراج العمارت د تاریخي ودانۍ رغونه سرته ونه رسیده خو ښاغلی شمس وايي دا ځل ددغې تاریخي ودانۍ د جوړیدو هوډ جدي دی.

په دغه خبري کنفرانس کې د تاریخي ابداتو د اسیايي سازمان مشر هم ګډون کړی و او ویې ویل هڅه کوي چې د هډې فارم تاریخي موزیم یو ځل بیا ورغوي.

اټکل کېږي، چې د هډې فارم د موزیم لرغونیتا به له دویمې تر پنځمې هجرۍ پېړۍ پورې وي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي ددغې موزیم د ساحې ډیره برخه زورواکو غصب کړې ده.

د ننګرهار پوهنتون استاد صفی الله سیلاب وايي "مونږ غواړو، چې زمونږ غلا شوي لرغوني اثار بېرته افغانستان ته راوړل شي او هم دې زمونږ تاریخي ودانۍ ورغول شي".

دا وخت په افغانستان کې دولس سوه تاریخي ابدی ثبت شوي او اټکل کېږي، چې دا شمیره به ټول ټال تر پنځو زرو رسېږي، خو زیات شمیر یې د نا امنۍ له امله نه دي ثبت شوي.

XS
SM
MD
LG