د لاس رسي وړ اتصالات

انجیلینا جولي ناټو ته: جنگ کې د جنسي تشدد ختمولو لپاره کار وکړئ


د ملگرو ملتونو د مهاجرینو لپاره د ادارې خاصې استاځې انجیلینا جولي د ناټو نه غوښتي چې د جنگ په دروان کې د جنسي تشدد د ختمولو په لړ کې ورسره مرسته وکړي. د هالي ووډ دغه اداکاره انجیلینا جولي چې په خپله هم د شپږو ماشومانو مور ده، د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کار کوي.

اغلې جولي د دې اونۍ په سر کې په اردن کې د سوریایي مهاجرینو یو کمپ ته لاړه او هلته یې د مهاجرینو سره د هغوي د مشکلاتو په هکله خبرې وکړي. د هغې نه وروسته جولي بروکسل ته سفر وکړ او هلته یې د ناټو د مشر جنرال جینز سټولټنبرگ سره ملاقات وکړ.

جولي خبریالانو ته وویل "د ښځو او د ماشومانو په ضد تشدد او په خاصه توگه جنسي تشدد د جگړې یو زیاتیدونکی اړخ دی. د سیاسي او یا جنگي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په ښځو جنسی تیري کیږي. دا نه یواځې په ښځو بلکه په نارینوو او هلکانو هم اثر کوي."

ناټو چې ٢٩ غړي لري او د کوسوو نه واخله د افغانستان پورې ماموریتونه ترسره کوي، پدی یې موافقه کړیده چې د جنگونو په ساحو کې د جنسي تشدد پیښې ثبت کړي او جنسي تیري کونکي د قانون منگولو ته وسپاري. په دې برسیره دا مفکوره چې جنسي تیرې د جنگ یوه داسې وسیله ده چې خوندېتوب ترینه مشکله ده، هم چیلنج کړي.

جولي وایي چې ډیرو ښځو ورسره خپلې قیصې شریکې کړیدي چې په جنگونو کې پرې جنسي تیري شویدي او دا غواړي چې په جنگونو کې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG