د لاس رسي وړ اتصالات

پرتګال د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ ټولو غړیو ته پنا ورکړه


د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ ټول غړي د خپلو کورنیو سره یو ځای پرتګال ته ورسیدل.
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ ټول غړي د خپلو کورنیو سره یو ځای پرتګال ته ورسیدل.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ ټول ۲۷۲ زده کوونکي او ښوونکي د کورنیو سره یو ځای د دوشنبې په ورځ د پرتګال پایتخت لیزبن ته ورسیدل. پرتګال دوي ټولو ته پنا ورکړې.

د انسټیټیوټ مسؤلین هیله لري چې د افغانستان په نړیواله کچه دا مشهور انسټیټیوټ په پرتګال کې پرانیزي.

د انسټیټیوټ مشر او بنسټ ایښودونکي احمد سرمست پرتګال ته د دې انسټیټیوټ د ښوونکو، زده کوونکو او د دوي د کورنیو د غړیو په رسیدو خوښې ښودلې.

ښاغلي سرمست ویلي چې پدې سره به نه یوازې د افغانستان د موسیقۍ غني میراث ژوندی وساتل شي بلکې زده کوونکي به هم وکړای شي چې خپلو ارمانونو ته ورسیږي.

هغه هیله وښوده چې دا انسټیټیوټ به بل کال وکړی شي په پرتګال کې پرانیستل شي او په غټو محفلونو کې به راڅرګند شي. ښاغلي سرمست زیاته کړه، "د طالبانو لپاره به دا مکان ونلري چې د افغانستان ولس چوپ کړي".

په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وروسته د نورو افغانانو تر څنګ د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ زده کوونکي او ښوونکي هم د خپلو کورنیو سره یو ځای د خیریه مؤسسو په مالي مرستې د افغانستان نه ووتل او قطر ته ولاړل.

د شګفته صافۍ په نامه ددې انسټیټیوټ یوه ۱۸ کلنه زده کوونکې وایي چې په پرتګال کې یې ژوند خوندي دی خو ارمان یې دا دی چې یوه ورځ به د خپل هیواد کوڅو ته موسیقي بیرته د ځان سره یوسي.

هغې وویل چې په خپل ژوند کې یې سوله نده لیدلې، " غټ ارمان مې دا دی چې بیرته افغانستان ته ولاړه شم. دا زما ډیر غټ ارمان دی خو زه باور لرم چې بیرته به ولاړه شم او ځوان نسل ته موسیقي ور وښیم".

شګفته صافۍ د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټیټیوټ کې د "زهرا" په نامه د آرکستر غړې ده چې ټول غړي یې نجونې دي.

دې آرکستر د امریکا د نیویارک د کارنیګي په صالون او د عمان د شاهي اوپیرا هاوس په ګډون د نړۍ په مشهورو ښارونو کې کنسرتونه کړي.

XS
SM
MD
LG