د لاس رسي وړ اتصالات

انصاري د طالبانو لویې غونډې ته: د نظام د مخالفانو سرونه دې پرې شي


په کابل کې د " افغانستان د علماوو لویې غونډې" کې چې د ټول هیواد څخه څه باندې ۳۰۰۰ استازو پکې برخه اخیستې وه په لومړۍ ورځ ډیری ویناوې د طالبانو د حاکمیت د ملاتړ او پدې هکله وې چې د دې ډلې سره بیعت وشي.

خو د نن ورځې په ویناګانو یوه هم د هرات د ګزرګاه جومات د خطیب مجیب الرحمان انصاري څرګندونې وې چې د طالبانو مخالفو ډلو پرې سخت انتقادونه کړي.

انصاري په غونډې کې وویل، " دا امنیت او نظام په آسانۍ لاسته ندی راغلی. که کوم تن د دې نظام په مقابل کې تر ټولو کوچنی حرکت وکړي، د افغانستان ټول علما باید ددې فتوا په هکله غږ پورته کړي ؛ هر څوک چې زمونږ د اسلامي حکومت په مقابل کې ګام اخلي، باید سر یې پرې شي او له منځه ولاړ شي".

د ښاغلي انصاري پدې څرګندونو په ټولنیزو شبکو کې تند غبرګونونه څرګند شوي او خلکو پرې ډول ډول نظرونه ورکړي.

د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړي مرستیال پدې هکله په فیس بوک کې لیکلي، " د وینې تویدو او دې وحشت ته الهام یې د کومه ځایه اخیستی؟ قرآن کې چیرته؟ کوم حدیث؟ د انسانیت کوم مکتب ... آیا دا اپلتې ویوونکی پوهیږي چې د میلونونو کسانو وژنه امکان نلري.د طالبانو په غونډې کې نه مطبوعات شته او نه هم په مستقیمه توګه خپریدنه. د نورو ولس ضد او غیر ولسي نظامونو په شان دوي ویره لري چې د جوړښت اپلتې او بې ځایه خبرې به یې بربنډه شي. طالبان ورک کیږي او یوه ورځ به د خلکو د پښو لاندې شي".

ښاغلي صالح پدې پیغام کې همدارنګه د افغانستان د ولس څخه غوښتي چې د طالبانو ضد "مقاومت" جبهې سره دې همکاري وکړي او د "جهل او ظلم د شر څخه د خلکو خلاصیدو او د افغانستان د حیثیت" بیرته تر لاسه کولو کې دې برخه واخلي.

په همدې حال کې د ټویټر کاروونکي وحید جویا مجیب الرحمان "منافق" بللی او لیکلي یې دي، " په اسلام کې منافق د دښمن څخه خطرناک وي."

د ټویټر یو بل کاروونکي عبدالقهار بیا په په یوې لیکنې کې د هرات والی د دې ملا څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي چې "هغه احمق رحانی" دی.

خو بل پلو بیا په ټولنیزو شبکو کې ځینو کسانو د مجیب الرحمان انصاري څرګندونې ستایلي او د طالبانو مخالفینو پر ضد د هغه د څرګندونو ملاتړ یې کړی.

د امین پیغام په نامه یو ټویټر کاروونکي لیکلي، " مولوي مجیب الرحمان انصاري د هیواد د هغو ګوتو په شمار دیني عالمانو څخه دی چې په افغانستان کې د غرب د غلامانو د حاکمیت پر ضد یې د آزادۍ غږ پورته کړ. زړه ورتیا، دروندوالی او د وینا خوږوالی او فصاحت یې د افغانستان د غیور ولس د سرلوړوالي سبب دی. د هیواد په غرب کې ددې بې جوړې مرغلرې ملاتړ وکړئ او د پوهې څخه یې ګټه واخلئ".

قریب لیوال، یکی دیگر از کاربران در یک پیام تویتر نگاشته است که تقاضای مولوی مجیب الرحمان انصاری از عالمان دینی مبنی بر صدور چنین فرمان باید فوراً عملی شود. او نگاشته است: "برای هیچ افغان، باغیان قابل پذیرش نیستند و جهاد علیه آنان فرض عین و افضل است."

همدارنګه د ټویټر یو بل کاروونکي قریب لیوال په ټویټر کې لیکلي چې د دیني عالمانو څخه د ښاغلي انصاري دا ټول غوښتنه باید ژر تر ژره عملي شي. هغه لیکلي چي هیڅ باغي افغان د منلو وړ ندی او د هغوي پر ضد جهاد فرض دی.

"د عالمانو جرګه! قدرمن مولوی صیب مجیب الرحمان انصاری د یوی فتوا غوښتنه له عالمانو وکړه (هر هغه څوک چی د نظام په مقابل کی سر راپورته کوی سر یی باید ووهل شی) دا فتوا باید ژر صادره شی هیچ افغان ته باغیان د منلو نه دی او جهاد ورسره فرص عین او افضل دی "

د غونډې د لومړۍ ورځ په ویناوو کې د طالبانو د رئیس الوزرا په ګډون نورو ویناوالو د افغان ولس څخه وغوښتل چې ددې دلې ملاتړ دې وکړي.

سره لدې چې پدې غونډې کې هیڅ یوې افغانې میرمنې ته بلنه نده ورکړل شوې خو طالبانو ویلي چې ښایي په غونډې کې د سیاسي موضوعاتو تر څنګ د نجونو او میرمنو په تعلیم هم خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG