د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د طالبانو بریدونه د سولې د بهیر سره په تضاد دي


د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د طالبانو تازه عملیات د سولې د هلو ځلو په ټکر کې دي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د طالبانو تازه عملیات د سولې د هلو ځلو په ټکر کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي د طالبانو نظامي عملیات چې تازه یې پیل کړي، په سوله ایزه توګه د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو د هلو ځلو سره په ټکر کې دي.

ښاغلي بلینکن نن جمعه جون ۲۵ (چنګاښ۴) په پاریس کې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر ژان ییف لودریان سره په یو خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات په خورا محتاطانه توګه د افغانستان وضعیت څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې هیواد یې متوجه دی چې آیا طالبان په افغانستان کې په سوله ایزه توګه د جګړې د پای ته رسولو په هڅه کې دي که نه.

د امریکا دغه جګپوړي چارواکي د طالبانو تازه نظامي عملیاتو ته په اشارې وویل چې د زور د لارې واک ته رسیدلو اقدام په سوله ایزه توګه د جګړې د پای ته رسولو د هلو ځلو سره په تضاد کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونې څخه وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز هم د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې د طالبانو د عملیاتو ډیریدل په بشپړه توګه د دې ډلې د رهبرانو د ژمنو او بیانیو خلاف دي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې خبرداری ورکړ چې په نظامي لارو چارو په افغانستان کې د یو حکومت د "تپلو" لپاره هر ډول هڅې د خلکو د ارادې خلاف او د نړیوالې ټولنې او سیمې د هیوادونو د موقف خلاف عمل دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب هم چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په یو پلاوي کې د امریکا پایتخت واشنګټن ډي سي ته په رسمي سفر راغلی، امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې طالبان په زور واک ته رسیدل غواړي.

خو ښاغلي محب وویل چې د افغانستان ولس به طالبانو ته د دې کار اجازه ورنکړي او د افغانستان حکومت د هیواد د دفاع توان لري.

XS
SM
MD
LG