د لاس رسي وړ اتصالات

انټوني وېن: فکر کوم ولسمشر غنی د بندیانو د تبادلی شرایط خپله وضع کوي


پخواني سفیر انټونی وین امریکا غږ ته وویل: ولسمشر غني غواړی په داسی موقف کې وي چی دی او دده مرکچیان اونور د بندیانو د تبادلې شرایط وضع کړي. ښاغلی پمپیو په فیس دنیشن پروگرام کې د بین الافغانی خبرو د پیل هېله څرگنده کړله.

په افغانستان کې دامریکا پخوانی سفیر امریکا غږ آشنا تلویزیون ته وویل د افغانستان حکومت به ښايی له طا لبانو نه د بندیانو د تبادلی د شرایطو ترڅنگ د یوبل شی منځته راتلل هم غواړی او هغه به د تشدد د کموالي د بهیر اوږدول وي. هغه ددې پوښتنی په ځواب کې چې طالبان له نورو افغانانو سره د خپل منځي باور پیدا کولو لپاره څه کولی شي. هغوی تراوسه پورې حکومت د کابل اداره بولی، او یوه سترمرکچی ېې امریکا غږ ته وویل داحکومت اجیردی. داخبرې مذاکرات څومره ستونزمن کوي؟.

مرکه: دامریکا اوطالبانو موافقه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:55 0:00

پخوانی سفیراېرل انټونی وین وویل: زه به ووایم چی دایوه خبره هم دتعجب وړنده. که موږ په دې تیروکلونو کې ددې دو اړو خواو په برخه کې فکر وکړو نو ونیو چی جگړه ېې کوله، تاسی ښه پوهېږی پخوایو څه هڅې د تفاهم لپاره وشوې خو بریالی نه وې.

دا تازه خبرې هم تر زیاتې اندازې د امریکا او طآلبانو ترمنځ وشوې؛ نو اوس دیته اړتیا ده چی طالبان یوه داسی پړاو ته ورداخل شی چی د حکومت له استازیو او نورو گوندونو له غړیو سره وغږیږي. خو داکار به اسانه نه وي. پکارده دوی داسی لارې چارې پېداکاندی چې پریوه اوبل باور وکړلی شي.

پخوانی سفیر وین داوربند کیدلو په اړه وویل، اوس خو اوربند نشته دی، خو ددې ضرورت شته دی چی کله د دواړو خوترمنځ خبرې وشی نو په دې کلک بحث وشی. دابه هم ډیره معقوله وی چی د راتلونکی حکومت په جوړښت په داسی وخت کې جدی خبرې وشی چی اوربند دوام ولري. خوپه دې مسله تراوسه پورې موافقه نده شوې. زه فکر کوم چی دابه د اجنډا یوه ډیره مهمه مسله وي چی یو بشپړ اوربند څنگه کولی شو.

XS
SM
MD
LG