د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د فرانسې ضد مظاهرې


په پاکستان کې د فرانسې ضد مظاهرې
په پاکستان کې د فرانسې ضد مظاهرې

په پاکستان کې مقاماتو د اعتراض کوونکو پرمخ اسلام آباد ته غزیدلې لارې وروسته له هغې وتړلې چې پدې هیواد کې د فرانسې ضد اعتراضونه نن هم د دوهمې ورځې لپاره روان دي.

تیره ورځ شاوخوا پنځه زرو کسانو د اسلام آباد په ګاونډ راولپنډۍ ښار کې مظاهرې وکړې.

مقاماتو همداشان د یکشنبې د ورځې له سهاره په اسلام آباد او د هغه په شاوخوا سیمو کې مخابراتي خدمتونه قطع کړي چې د مظاهره تنظیم کوونکي هم آهنګي ونه شي کړای.

د بیان د ازادۍ په خاطر د اسلام پیغمبر ته د منسوب کارتون د خپریدو څخه د فرانسې د جمهور رئیس امانویل مکرون، ملاتړ د اکثرو اسلامي هیوادونو غوسه پارولې ده.

یو شمیر دیني علما وایي د بیان ازادي هغه وخت رامنځ ته کیږي چې د یوې اقلیت ډلې غږ ځپل شوی وي، نه د اکثریت.

تازه کړکیچ وروسته له هغه رامنځ ته شو چې یو فرانسوي ښوونکي د بیان د ازادۍ د مضمون د تدریس پر وخت د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتون نندارې ته وړاندې کړ او بیا هغه د یو سخت دریځ زده کوونکي له خوا ووژل شو.

د فرانسې د جمهور رئیس ملاتړ ددې سبب شو چې په لسګونو زره کسان په پاکستان، ایران او د منځني ختیځ او همداشان جنوبي اسیا په هیوادونو کې اعتراضونه وکړي او د فرانسوي محصولاتو له اخیستلو ډډه وکړي.

پاکستان همداشان د فرانسې ضد یو شکایت درج کړی چې وایي دغه هیواد د اسلام ضد سیستماتیک کمپاین پیل کړی دی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان‌، د فرانسې جمهور رئیس پر اسلام دین باندې پر برید تورن کړی او د اسلامي هیوادونو څخه یې غوښتي چې د هغه په وینا په اروپا کې د مسلمانانو د ځپلو پر وړاندې سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG