د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د پاکستان ضد لاریون وشو


نن په کابل کې د دې ښار لسګونو ښاریانو، دیني عالمانو او مدني فعالونه د پاکستان سفارت ته څېرمه د دغه هېواد پر خلاف یو لاریون ترسره کړ.

دغه لاریون کوونکي چې د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول، وايي چې په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د وروستیو تروریستي پېښو له امله را ټول شوي او دوی باور لري چې دا ډول بریدونه د پاکستان د استخباراتي شبکو او اردو له خوا له ترهګرو ډلو سره په تفاهم په افغانستان کې د مذهبي او قومي نفاق په موخه ترسره کیږي.

مدني فعال محمد خالد حاجي زده چې د افغانستان له بیرغ سره لاریون ته راغلی وايي "موږ په افغانستان کې د وروستیو تروریستي بریدونو له امله راټول شوي یو
په ځانګړي ډول د کابل وروستۍ پېښه چې په شنبه ترسره شوه، د دې ملاتړی د پاکستان تروریست، خپله پاکستان، د پاکستان آی ایس آی دي. موږ د همدې لپاره د پاکستان سفارت ته راغلي یو تر څو دغه ورور وژنه او مسلمان وژنه زموږ په هېواد کې بنده کړي".

مدني فعال صفی الله سلطاني چې د دې لاریون پریکړه لیک یې اوراوه، له افغان حکومته وغوښتل چې له پاکستان سره هر ډول اړیکې غوڅې کړي.

هغه پر ملګرو ملتونو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د بشري حقونو له نورو نړیوالو ادارو وغوښتل چې پاکستان د تروریستي هېوادونو په لیست کې راولي او هلته د تروریزم د مرکزونو په نښه کولو اجازه ورکړي.

په پرېکړه لیک کې له افغان حکومت څخه دا غوښتنه هم وشوه چې د انس حقاني په ګډون هغه بندیان چې د ځانمرګو او نورو بریدونو له امله نیول شوي په دار کړل شي.

په کابل کې د تېرې شنبې د ورځې برید چې تر سلو زیات یې ووژل او نږدې دوه نیم سوه کسان یې ټپیان کړل د افغان حکومت تر څنګ د عامو افغانانو غوسه او اندېښنه راوپاروله.

د پاکستان ضد دغه لاریون په داسې حال کې ترسره کیږي چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک اسلام اباد ته تللي ول تر څو د وروستیو تروریستي پېښو په اړه یو لړ اسناد او شواهد له پاکستاني چارواکو سره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG