د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانیانو د ټرمپ د تګلارې خلاف مظاهرې پیل کړي


مظاهره کوونکو د امریکا ضد شعارونه له ځان سره لېږدول
مظاهره کوونکو د امریکا ضد شعارونه له ځان سره لېږدول

د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مظاهره کوونکو د امریکا بیرغ او د دونالد ټرمپ عکسونو ته اور واچوه.

د پاکستان په کراچۍ، اسلام اباد او ملتان کې له مظاهرو وروسته په قبایلو کې هم خلکو د امریکا د نوې تګلارې په ضد مظاهرې وکړې.

قبایلي مظاهره کوونکو، چې د امریکا ضد شعارونه یې له ځان سره لېږدول، د چمن او تورخم د ښارګوټیو په لورې لاریونونه وکړل. مظاهره کوونکو د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ نوې تګلاره وغندله.

په پاکستان کې د امریکا غږ ډیوې خبریال وايي د تحریک انصاف، جمیعت علما اسلام، جماعت الدعوه، عوامي ملي ګوند او د پاکستان د حکومت ملاتړو قبایلي مشرانو او آن د منع کړل شویو جهادي ډلو پلویانو په دغو مظاهرو کې ګډون وکړ.

په کراچۍ، اسلام اباد، ملتان او قبایلي سیمو کې مظاهره کوونکو د امریکا بیرغ او د ولسمشر ټرمپ جوړه شوې څېره وسوځوله.

تر دې دمه په مظاهرو کې د تاوتریخوالي کوم راپور ورکړل شوی نه دی. په کراچۍ کې پولیسو د مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره اوښلن ګاز کارولی دی. دغلته مظاهره کوونکو هڅه کوله چې د امریکا قونسلګرۍ ته ځانونه ورسوي، خو پولیسو پرېنښودل.

دوی ټول په غوصه دي چې ولې د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپلې نوې تګلارې کې پاکستان د اورپکو او ترهګرو سازمانونو پالونکی او ساتونکی بللی دی.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت هغه هېواد ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې مرستیالې الیس ویلز پلان شوی سفر هم ځنډولی دی.

د دغه سفر دځنډېدو علت لا معلوم نه دی، خو ظاهرآ په پاکستان کې د امریکا ضد مظاهرو له کبله ځنډول شوی دی. امریکايي چارواکي وايي د پاکستان حکومت د دغه سفر د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

پاکستان په افغانستان کې د روان جنګ په ملاتړ، طالبانو او حقانې شبکې د مشرانو د ساتلو او د هغوې د جګړه مارانو په روزلو او تجهیزولو تورن دی، خو اسلام اباد یې نه مني.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG