د لاس رسي وړ اتصالات

د فساد ضد عدلي او قضایي مرکز پرانستل شو


جمهور رئیس غني د فساد سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د پرانستلو پر وخت د وینا په حال کې
جمهور رئیس غني د فساد سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د پرانستلو پر وخت د وینا په حال کې

په افغانستان کې په فساد کې د ښکیلو حکومتي مامورینو او چارواکو د دوسیو د ارزونې لپاره نن د ملي یووالي د حکومت مشرانو فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز پرانیست.

دا مرکز به د جمهور رئیس، اجرائیه رئیس او لوی څارنوال ترڅارنې لاندې کار وکړي، او د لوړپوړو حکومتي چارواکو په ګډون به په فساد د تورنو مامورینو دوسیې وپلټي.

په ارګ کې ددغه مرکز د پرانیستلو په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپله وینا کې د فساد پر وړاندې د افغان حکومت د سیاسي ارادې په شتون باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دولت درې قوي په دې هکله یوه خوله دي چې فساد د نظام په اډانه کې سرطان دی او عواقب یې ناوړه دي.

جمهور رئیس غني وویل، چې د فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز به کشف، د دوسیو د پلټنې د بهیر په ګړندې کیدو او قاطعیت باندې کار وکړي.

جمهور رئیس غني وویل" هیڅ څوک په هیڅ یو دولتي مقام کې ددې حق نه لري چې د څارنوالۍ په تحقیق او د قضا په فیصله کې لاس وهنه وکړي، دا پخپله جرم دی، مونږ باید څرګند تعهد ولرو اوعدلي او قضایي استقلال باندې ټینګار کوو ".

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دې غونډې ته په وینا کې د دغه مرکز په غیر سیاسي توب باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې هیڅوک به د سیاسي انګیزو له مخې په فساد کې په لاس لرلو ګرم ونه ګڼل شي.

اجرائیه رئیس له خپله اړخه ددغه مرکز څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ " هیڅ کله دا مرکز د سیاسی اهدافو لپاره نه دی جوړ شوی چې اوس ورڅخه په سیاست کې ګټه واخیستل شي او چا ته د دې امکان هم نه ورکوو چې په سیاست کې ورڅخه کار واخلي".

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي د مرکز د پرانیستلو غونډې ته وویل، چې ددغه مرکز جوړیدل د افغانستان خلکو دا پیغام له ځان سره لري چې د دولتي مامورینو لاسونه د هغوی له جیبونو څخه به لنډ شي.

ښاغلي حمیدي د فساد سره مبارزه سخته او اوږد وګڼله او ویې ویل چې د دغه مرکز جوړیدل د عدالت اود قانون د پلي کیدو په برخه کې لومړی پیل دی.

لوی څارنوال وویل " په افغانستان کې فساد دومره پراخه او ریښې غځولي دي په داسې یو هیواد کې چې څو لسیزې په کې جګړه وه، د هیواد ادارې کمزورې دي کوم ساده او اسان کار هم نه دی، مونږ نشو کولی چې د پایلو لپاره خپل ساعت ته نظر وکړو دا د ورځو او میاشتو کار نه دی".

د افغانستان لوی څارنوال هم په ټینګار وویل، چې دا مرکز به هیڅوک د سیاسي انګیرونو له مخې خپل هدف و نه ګرځوي. هغه ټولو خلکو ته د عدالت د پلي ډاډ ورکړ، خو ویې ویل چې هغوی چې د مرکز په قالب جوړ رانه شي نو هغوی ته به معافیت وجود ونه لري.

دا مرکز په داسې حال کې پرانیستل شوی، چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د پولینډ د پایتخت وارسا کې د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو سرمشریزه جوړه شي.

ټاکل شوې په دغه سرمشریزه کې د افغانستان په حالاتو هم خبرې وشي.

افغان حکومت وایي چې په پام کې ده چې جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله به هم په دغه سرمشریزه کې د ګډون لپاره وارسا ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG