د لاس رسي وړ اتصالات

عدلي ادارو د قاچاقبرانو له زرو زیات موبایلونه ضبط کړي


اوس مهال د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۳۶ زره بندیان ساتل کیږي.
اوس مهال د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۳۶ زره بندیان ساتل کیږي.

د افغانستان د نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ځانګړي څارنوالۍ، هغه ۱۰۶۸ موبایل تیلیفونونه، چې د قاچاقبرانو څخه یې د نیولو پر وخت ضبط کړي وو، د سه شنبې په ورځ د کابل ګمرک چارواکو ته سپارلي دي.

د افغانستان د نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ځانګړې څارنوالۍ ریاست دا موبایل تیلیفونه وروسته له هغې، چې د نشه یي توکو پر قاچاقبرانو دریو محکمو حکمونه صادر کړل ضبط او د کابل ګمرک چارواکو تهیې وسپارل.

د د ې مرکز د وینا له مخې دا شمیر تیلیفونونه د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ لمریز کلونو په اوږدو کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو د نیولو پر مهال د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو لاس ته ورغلي وو.

د دې وړاندې هم دغه مرکز د لیلام لپاره زیات شمیر مختلف ډول موبایلونه د کابل ګمرک ته سپارلي وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې اوس مهال د افغانستان په زندانونو کې له ۳۶ زرو څخه زیات بندیان پراته دي، چې شاوخوا دیرش فیصده یې د نشه یي توکو په پیښوکې نیول شوي قاچاقبران دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې یوازې د تیر ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ځانګړو پولیسو په ۱۶۸۸ عملیاتو کې ۱۹۰۶ قاچاقبران نیولي وو او له هغوي څخه یې څه باندې ۱۱۲ ټُنه بیلابل ډوله نشه‌يي توکي کشف او ضبط کړي وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دغو نیول شویو کسانو کې لوی قاچاقبران، یو شمیر دولتي کارکوونکي، ښځې او بهرنیان هم شامل دي.

افغانستان لا هم په نړۍ کې ترټولو زیات اپین تولیدوي.

په افغانستان کې د کوکنارو د کر او اپینو د تولید په اړه د ملګروملتونو د نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر " یواین او ډي سي" او د افغان حکومت په یوه ګډه سروې کې، چې د روان لمریز کال د لړم په ۱۹ مه خپره شوې ویل شوي، چې په روان لمریز کال کې افغانستان کې پر ۲۶۳۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

همداشان سږکال په افغانستان کې ۶۴۰۰ ټنه اپین تولید شوی وو.

تیر ۱۳۹۶ لمریز کال کې په دغه هیواد کې پر ۳۲۸۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

همداشان تیرکال په افغانستان کې د اپینو تولید ۹۰۰۰ ټنو ته رسیدلی وو.

XS
SM
MD
LG