د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د تروریستي برید د غندني لاریون تاوتریخوالي سره مخ شوی


دا په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د تروریستي برید وروسته د برید په ځای کې دوهم لاریون دی چې ترسره شوی
دا په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د تروریستي برید وروسته د برید په ځای کې دوهم لاریون دی چې ترسره شوی

په کابل کې د جمعې په ورځ د چهارشنبې د ورځې د تروریستي برید په مخنیوي کې د امنیتي ادارو د پاتې راتللو له امله د مدني ټولنې اوځینو سیاسي ډلو غړو لاریون هغه وخت د تاوریخوالي سره مخ شو چې د دغو لاریونکونکو یوې ډلې د امنیتي ځواکونو خبرداري ته په نه پاملرنې د جمهوري ریاست ماڼۍ ته د تللو هڅه وکړه او پولیسو یې مخه ونیوله.

پولیسو د لاریوکوونکو د هوارولو لپاره هوایي ډزې وکړې او هم یې د اوبو له ټانکر څخه په لاریون کوونکو اوبه وشیندلې، خو د پولیسو د دغو هڅو سره سره لاریونکونکي د زنبق په څلورلارې کې پاتې شول او خپل اعتراض ته یې دوام ورکړ.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحید مجروح امریکا غږ ته وویل چې تر اوسه د کابل روغتونونو ته د پولیسو او لاریوکوونکو ترمنځ د اخ اوډب له پیښو څلور مړي او اته ټپیان لیږدول شوي دي.

خو په ناتائید شويو رپوټونو کې د سر زیان له دغه شمیر څخه زیات ښودل شوی دی.

په دغو ناتائید شوو رپوټونو کې د مشرانو جرګې د لومړي نائب محمد عالم ایزدیار د زوی د وژل کیدو رپوټ هم ورکړل شوی و، خو ښاغلي ایزدیار امریکا غږ ته د خپل زوی ټپی کیدل تائید کړل او ویې ویل چې زوی یې په روغتون کې د سخت روغتیایي حالت سره مخ دی.

د افغانستان جمهوري ریاست هم په یوه اعلامیه کې د تاوتریخوالي په دې پیښو کې لاریوکوونکو ته مرګ ژوبلې رسیدل تائید کړي او د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

ارګ، د افغانستان له مشرانو او د مدني ټولنې له فعالینو هم غوښتي چې خپل لاریونونه دې د نافذو قوانینو په رڼا کې مدیریت کړي.

د ارگ اعلامیه وایي " ټول پوهیږو چې خلک د یو قوي درک سره مدني حرکتونو ته مخه کوي او په دې برخه کې د هغو کسانو حساب جدا دی چې وغواړي ګډوډي رامنځ ته کړي او عامه نظم ته زیان ورسوي هغوی له دغه صف څخه جدا دي او هغوی به به اجازه ورنه کړل شي چې د خلکو له احساساتو د خلکو پرخلاف ګټه کارواخلي".

د ملگرو ملتونو غبرگون

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په یوه اعلامیه کې د کابل د نننۍ سوله ایزې مظاهرې په قهرجنه کیدو باندې ژوره اندیښنه ښودلې ده.

په اعلامیه کې د یوناما د مشر او د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړې استازې او د یوناما د مشرې تادامیچي یماموتو له قوله ویل شوي چې د اعتراض کوونکو غوسه چې زیات شمیر یې د خپلې کورنۍ غړي، خپلوان او دوستان له لاسه ورکړي په بشپړه توگه د درک وړ ده، خو زیاتوي چې په دې غمجنه اونۍ کې همدا اوس د افغانستان زیات شمیر ملکي وگړي رنځیدلي دي او نور تاوتریخوالی به کومه ستونزه حل نه شي کړای".

یوناما ویلي چې سوله مظاهره او اعتراض کول قانوني حق دی، خو دا هم د مظاهره کوونکو دنده ده چې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د یوناما مشرې تادامیچي یماموتو وایي "د هر هغه چا نه چې ددغو خورا احساساتي او نازکو حالاتو نه په استفادې د وضیعت د بې ثباته کولو او ملکي وگړو ته د نور زیان د رسولو هڅه کوي غواړم چې له دې کار ډډه وکړي".

د مظاهرو او اعتراضونو لومړني رپوټونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد د لاریون پرځای کې خبریالانو ته وویل چې د لاریونکونکو په منځ کې وسله وال هم د ګډوډۍ د رامنځ ته کولو لپاره ورننوتي وو.

جنرال مراد وویل " ددغو خلکو په منځ کې چې هغوی پاک احساسات لرل، یو شمیر بلواګر حتی له وسلو سره د لاریوکوونکو په منځ کې ننوتي وو او غوښتل یې چې نظم ګډوډ کړي".

دا دوهمه ورځ ده چې د کابل ښار د چهارشنبې د ورځې د موټر بم د برید د قربانیانو د یو شمیر کورنیو غړي، د مدني ټولنې فعالین او د ځینو سیاسي ډلو استازي د دغه برید په مخنیوي کې د افغان امنیتي ځواکونو د پاتې راتللو له امله لاریون کوي او د لاریون په ترڅ کې د افغان حکومت د مشرانو او په ځانګړي ډول د امنیتي ادارو د مشرانو د استعفی غوښتنې کوي.

په دې اخ وډب کې یو شمیر پولیس هم ټپیان شوي دي، خو دقیق شمیر یې څرګند نه دی. پولیس د لاریونکوونکو د ډبرو په ګوزارنو ټپیان شوي دي.

دا لاریونکوونکي چې شمیر یې سلګونو کسانو ته رسیده د زنبق په څلورلارې کې چیرته چې د چهارشنبې په ورځ تروریستي برید ترسره شوی راغونډ شول او له غونډیدلو وروسته یې د ارګ په لور حرګت وګړ چې د پولیسو له خوا یې مخه ونیول شوه. په دغه لاریون کې یو شمیر ښځو هم برخه اخیستې وه.

لاریون کوونکو د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله، د ملي امنیت د شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر او د افغانستان د ملي امنیت د رئیس محمد معصوم ستانکزي په خلاف شعارونه هم ورکول او د هغوی د استعفی غوښتنې یې کولې.

لاریونکوونکو د پاکستان، طالبانو او د اسلامي حزب پر خلاف هم شعارونه ورکول.

د افغانستان د ملي کنګرې د ګوند رئیس عبدالطیف پدرام هم د لاریون له پیل لږ وروسته د لاریون کوونکو سره یوځای شو او لاریون کوونکو ته یې وینا وکړه.

د زنبق سیمه په بشپړه توګه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په ولکه کې راوستل شوې ده او د زنبق څلور لارې ته ټولې غځیدلي لارې هم ټړل شوي دي.

که څه هم غرمه مهال لاریونکوونکي د لاریون له ځایه خپاره شول، خو دا لا څرګنده نه ده چې هغوی بیرته به د لاریون ځای ته راستانه شي او که نه.

تیره ورځ هم په همدې ځای کې د مدني ټولنې غړو لاریون کړی و.

XS
SM
MD
LG