د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ایران ضد لاریون وشو


دغه لاریون، چې په کابل کې د ایران سفارت مخې ته تر سره شو، په کې لاریون‌کوونکو د ایران او د دغه هیواد د ولسمشر ضد شعارونه ورکړل.
دغه لاریون، چې په کابل کې د ایران سفارت مخې ته تر سره شو، په کې لاریون‌کوونکو د ایران او د دغه هیواد د ولسمشر ضد شعارونه ورکړل.

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند لسګونو غړو او د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو د یکشنبې په ورځ د افغانستان د اوبو د بندونو په اړه د ایران د ولسمشر حسن روحاني د ورستیو څرګندونو په غبرګون لاریون و کړ.

دغه لاریون، چې په کابل کې د ایران سفارت ته څیرمه تر سره شو، لاریون‌کوونکو په کې د ایران او د دغه هیواد د ولسمشر ضد شعارونه ورکړل.

لاریون‌کوونکو د افغانستان د اوبو د مدیریت په اړه د افغان حکومت له برنامو څخه ملاتړ څرګند کړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دغه هیواد اوبه قابو کړي.

د ملي مشارکت ګوند مشر او د لاریون ترتیب‌کوونکي نجیب الله کابلي وویل، د افغان ولسمشر له کړنو څخه ستاینه کوي، چې د افغانستان دښمنان یې په سمه توګه پیژندلي دي او قاطع تصیم لري چې اوبه مهار کړي او له سرحدونو څخه ساتنه وکړي.

ښاغلي کابلي وویل "موږد خپل ګوند او د افغانستان د خلکو په استازیتوب له نړیوالې ټولنېڅخه دا غوښتنه لرو چې په ایران باندې د تحریماتو له لارې فشارونه راوړي تر څو په افغانستان کې نظامي، اقتصادي او فرهنګي لاسوهنې ونه کړي".

ښاغلي کابلي افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته په خطاب وویل، چې د افغانستان اوبه د سیمې د تیلو معادل ارزښت لري او افغان حکومت باید د خپلو سیندونو د مهارولو لپاره د اوبو او برق د بندونو په جوړولو سره جدي کار وکړي تر څو دا ملي سرمایه وساتل شي او له پولو ها خوا تګ څخه یې مخنیوی وشي.

د کابل ښار یو اسیدونکي چې په دغه لاریون کې یې ګډون کړی وه وویل "موږ به خپلو سوله ایزو لاریونونو ته ادامه ورکړو،که په راتلونکې کې ایران او یا بل هیواد په دې اړه او یا په نورو کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي نو موږ به خپلو لاریونونو ته ادامه ورکړو".

په همدې تړاو د ودان افغانستان ګوند هم د اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د اوبو بندو په باب، د ایران د ولسمشر حسن روحاني څرګندونې نامسؤلانه او د نړیوالو اصولو خلاف بولي او په کلکهیې غندنه کوي.

د ایران پر ضد په کابل کې دغه لاریون په داسې حال کې کیږي، چې د دغه هیواد ولسمشر حسن روحاني تیره اونۍ په تهران کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د اوبو د مدیریت په اړه د افغان حکومت پر برنامو اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې ایران د افغانستان د کجکي، کمال خان، سلما او د اوبو نورو جوړ شویو بندونو په اړه بې‌تفاوته پاتې کیدلی نشي.

په کابل کې د ایران سفیر احمد رضا بهرامي له طلوع ټلویزیون سره په مرکه کېویلي دي چې د دوی د ولسمشر له څرګندونو څخه ناسم تعبیر شوی دی.

XS
SM
MD
LG