د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن کې د قرآن د سوځولو طرحه د نښتو او کډوډیو سبب شوه 


د سویډن پولیس وایي د "سترام کارس" په نامه د ښي اړخې ډلې له لورې د قرآن د یوې نسخې د سوځولو طرحه د تاوتریخوالي ډکو نښتو او متقابلو مظاهرو سبب شوې ده.

دغه تاوتریخوالی او مظاهرې د دریو ورځو راهیسې په سویډن کې روانې دي.

د قران سوځولې طرحه د ډنمارکي الاصله سویډني سیاستوال راسموس پالودان، له لورې رهبري کیږي چې د مهاجرت او اسلام مخالفه ډله ده او هڅه کوي علني د قرآن نسخې وسوځوي.

د سویډن پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تیره شپه په مالمو ښار کې د مختلفو پیښو په ترڅ کې اعتراض کوونکو د پاتې شونو ډبې، یو بس او یو موټر سوځولي دي.


پولیسو همداشان ویلي چې پدې ترڅ کې یو شمیر ملکي وګړي په سطحي توګه ټپیان شوي او د عامه شتمنیو د لوټولو په اړه شکایتونه هم شوي دي.

د تیرې ورځې اپریل ۱۶ (وري ۲۷) نښتې ددغې ښي اړخې ډلې د پلویانو له مظاهرو وروسته پیل شوې.

د پنجشنبې او جمعې په ورځو هم په لنک‌پواینت او اوریبرو، ښارونو کې ۱۰تنه پولیس منصبدار ټپیان شوي وو او پولیسو دوه اعتراض کوونکي ونیول.

پدې ترڅ کې د عراق د بهرنیو چارو وزارت نن د اپریل په ۱۷ (وري ۲۸) ددغه اقدام په اعتراض کې په بغداد کې د سویډن شارژدافیر احضار کړ او خبرداری یې ورکړ چې د قرآن د نسخو سوځول کیدای شي په کلي توګه د مسلمانانو، عربي هیوادونو او په اروپا کې د مسلمانو ټولنو سره ددغه هیواد په اړیکو اغیز وکړي او "جدي پایلې" ولري.


د سترام کارس ډله غواړي د سویډن په دوو نورو ښارونو کې نور لاریونونه وکړي، خو پولیسو تر اوسه دغو لاریونونو ته اجازه نده ورکړې.

XS
SM
MD
LG