د لاس رسي وړ اتصالات

اولس ولایتونو کې نن د پولیو فرعي کمپاین پیل شو


په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې تراوسه د پولیو دوه پښې په کندهار کې ثبت شوي دي.
په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې تراوسه د پولیو دوه پښې په کندهار کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ملګروملتونو د ماشومانو د ادارې "یونیسف" او د روغتیا د نړیوالې ادارې " ډبلیو ایج او" په مالي او تخنیکي مرسته نن د دوشنبې په ورځ ( سلواغې ۲۹ مه) د کابل په ګډون په اولسو ولایتونو کې د پنځه کلونو څخه د ښکته عمر ماشومانو ته د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پنځه ورځینی کمپاین پیل کړ.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به د اولسو ولایتونو په ۱۹۵ ولسوالیو کې، چې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د ویرس د شتون ګواښ په کې ډیر لیدل کیږي د پنځه کلونو څخه د ښکته عمر ۵.۸ میلیونو ماشومانو ته د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي.

په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پیښې د کندهار په ولایت کې ثبت شوي دي.

دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز په یوه اعلامیه کې، له خلکو غوښتي، چې په افغانستان کې دې د پولیو ناروغي جدي ونیسي او د کمپاین په ورځو کې دې خپلې دروازې د پولیو ضد واکسیناتورانو پرمخ پرانیځي او ماشومان واکسین کړي.

ښاغلي فیروز ویلي " مونږ دې ته اړتیا لرو چې د یو او د بل په مرسته دغه ناروغي د تل لپاره له منځه یوسو. زمونږ معصوم ماشومان د دې دایمي فلج کوونکي ناروغۍ څخه د خوندیتوب په برخه کې پر مونږ متکي دي".

ډاکټران وايي، پولیو ناروغۍ د علاج وړ ناروغي نه ده او یوازینۍ لار، چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه ژغورل کیدلی شي، د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین دی.

که چیرې ټول ماشومان د کمپاین په هر پړاو کې تر پنځه کلنی پورې د پولیو ضد واکسین واخلي، نو ماشومان له دغې ناروغۍژغورل کیدلی شي.

د افغانستان، پاکستان او نایجریا، پرته د نړۍ نورو ټولو هیوادونو کې د پولیو ناروغۍ له منځه تللې ده.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۱ پیښې ثبت شوې وې، چې ۱۵ یې د کندهار، هلمند اوارزګان په ولایتونو کې ثبت شوې وې.

همداشان تیرکال په پاکستان کې هم د پولیو ۱۲ مثبتې پیښې ثبت شوې وې.

XS
SM
MD
LG