د لاس رسي وړ اتصالات

احمدشاه مسعود تلین؛ مقاومت جبهې طالبانو په خلاف د مبارزې په دوام ټینګار کړی


د طالبانو د حکومت په خلاف د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" د قومندان احمدشاه مسعود د ۲۱ تلین په مناسبت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې افغانستان یو ځل بیا د" نړیوالو تروریستانو" تر اشغال لاندې راغلی او د طالبانو د حکومت پر وړاندې به مقاومت ته دوام ورکړي.

د پخوانیو مجاهدینو یو مشهور قوماندان احمدشاه مسعود د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو او طالبانو سره د اوږدې جګړې وروسته د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په نهه په یو ځانمرګي برید کې د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین په ولسوالۍ کې د دوو عربانو له خوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي و او چاودیدونکي توکي یې د فلمبردارۍ په کمره کې ځاي پرځای کړي و ووژل شو.

په تیرو دوو لسیزو کې د هغه د ترور ورځ په افغانستان کې په رسمي ډول د "شهید د اونۍ" په ترڅ کې نمانځل کیدله، خو طالبانو حکومت سږکال د شهید اونۍ نمانځل د خپلې کلیزې د نمانځلو له مهال ویش څخه حذف کړي دي.

د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهې د جمعې په ورځ د سپټمبر نهم ( وږې ۱۸) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوه لسیزیو وروسته د افغانستان خلک یوځل بیا په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت دوام او د مقاومت غځول " یو شرعي او ملي اړتیا" ګڼي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي "د ټولو ازادي غوښتوونکو او د ملي قهرمان ( احمدشاه مسعود) د لارویانو څخه غواړو ترڅو خپلو سیاسي، نظامي، اجتماعي، دیني او فرهنګي مبارزې ته د نیابتي او تروریستي او تیرې کوونکي ډلې او د ظلم، اشغال، تیرې څخه د هیوادوالو د ژغورلو لپاره د ملي مقاومت د پیاوړتیا لپاره د یو شرعي، ملي او تاریخي اړتیا په توګه هڅې وکړي".

د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئيس عبدالله عبدالله هم افغانستان کې د استقلال غوښتنې او ټولنیز عدالت لپاره د احمد شاه مسعود د مبارزې ستاینه کړې ده.

ښاغلي عبدالله د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي: "د ملي اتل له شهادت څخه ۲۱ کاله تېر شول. د دوو لسیزو په تېرېدو سره د احمدشاه مسعود نوم د ځوانمردۍ، برابرۍ، خپلواکۍ غوښتلو، ټولنیز عدالت د پلی کولو او د یرغل پر وړاندې د مبارزې په سمبول بدل شوی دی".

ښاغلي عبدالله ویلي چې ملي یووالی او ټولنیز عدالت پلي کول د قوماندان احمدشاه مسعود د سیاسي او مبارزاتي کار په لومړیتوبونو کې و.

د جمعیت اسلامي د ګوند یو مشر صلاح الدین رباني هم د احمدشاه مسعود د یوویشتم تلین په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې احمدشاه مسعود په یو معنی داره مشارکت او ګډون او هم د سرتاسري ټاکنو له لارې د نظام په رامنځ ته کیدو باور درلود او انحصارغوښتنه او د برترۍ غوښتنه یې د سولې، ثبات او د افغانستان د پرمختګ لپاره یو زیان لرونکي افت په توګه ګڼه.

د مقاومت ملي جبهې په داسې حال کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د مبارزې په دوام ټینګار کړی چې ددې دمخه د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوند په یو پیغام کې ویلي و، چې هغوی چې په افغانستان کې جنګ په لټه کې دي باید د تیرو ترخو تجربو څخه پند واخلي.

د طالبانو مشر ویلي و، چې "د فتنې او فساد خپرول او د جنګ او ناامنۍ لپاره هڅې" د هیچا په ګټه نه دي. مولوي هبت الله اخوند د وسله والو مخالفانو څخه غوښتي و، چې هغوی باید له جګړې لاس واخلي او "د اسلامي شرعي نظام تر حاکمیت لاندې" ژوند وکړي.

د طالبانو د حکومت پر وړاندې د مقاومت ملي جبهه وايي، چې اوس مهال یې د پنجشیر ولایت، د بغلان ولایت په دریو ولسوالیو او د تخار ولایت ورسج په ولسوالۍ کې د طالبانو پر واندې د وسله وال مقاومت جبهې پرانیستې دي. دغې جبهې د طالبانو سره په دغو سیمو کې په جګړو کې طالبانو ته د سر د درونو تلفاتو د اړولو ادعاوې هم کړي دي.

خو طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې د مقاومت د جبهې په نوم مقاومت یوازې د کاغذ په مخ دی او عملآ دا جبهه افغانستان کې فعال حضور نلري.

XS
SM
MD
LG