د لاس رسي وړ اتصالات

مقاومت عالي شورا: مسکو فارمټ دې د سیمې په کچه د ټولو ښکیلو غاړو په ګډون غونډه جوړه کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د مقاومت عالي شورا د مسکو فارمټ د جمعې د ورځې د غونډې د تنظیموونکو څخه غوښتي، چې د افغانستان روان بحران ته د حل د لارې د لټولو لپاره دې د ملګرو ملتونو او ددغه هیواد د ښکیلو غاړو په ګډون یوه سیمه ییزه غونډه جوړه کړي.

دغې شورا د چهارشنبې په ورځ ناوخته سپټمبر۲۸ (تلې پنځم) په یوه اعلامیه کې د طالبانو سره تعامل یو اړخیز او د یوې افراطي ‌ډلې سره تعامل ګڼلی او ویلي دي، چې د طالبانو د حاکمیت دوام سیمې او نړۍ ته ګواښونه را ولاړوي.

د مقاومت په عالي شورا کې د عبدالرب رسول سیاف، صلاح الدین رباني،حاجي محمد محقق، احمد مسعود، عطا محمد نور او مارشال عبدالرشید دوستم په ګډون د طالبانو د حکومت یو زیات شمیر مخالف مشران راټول شوي دي.

ټاکل شوې، چې د مسکو فارمټ غونډه د جمعې په ورځ سپټمبر ۲۹ د روسیې د فدراسیون د تاتارستان په پایتخت د کازان په ښار کې جوړه شې.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د یو پلاوي د ګډون سربیره د روسيې، هند، ايران، قزاقستان، قرغیزستان، چين، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان استازي هم ګډون وکړي.

د مقاومت عالي شورا په اعلامیه کې ویل شوي، چې سیاسي، قومي او مذهبي تبعیض د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نظام کې دوام لري، چې له امله قومي او مذهبي اقلیتونو زیان لیدلی دی.

همداشان دغې شورا په دې اعلامیه کې د افغان میرمنو او نجونو د زده کړو او کار باندې لګیدلو محدودیتونو ته هم اشاره کړې او د طالبانو دا محدودیتونه یې "جنسیتي تبعیض" ګڼلی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د القاعده په ګډون یو شمیر تروریستي ډلو شتون ته تر هغې د حل لار نشي موندل کیدلی چې د دغه هیواد په قضیه کې ټولې شاملې غاړې دغو ستونزو ته د حل لار ونه لټوي. په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې که دا کار ونشي نو امنیتي ګواښونه به هم دوام ولري.

د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د تیرې دوشنبې په ورځ د تاس اژانس ته ویلي و، چې د یو ټولشموله حکومت جوړیدل د مسکو فارمټ د جمعې د ورځې د غونډې د اجندا یوه عمده موضوع ده.

د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت پلاوی له وړاندې مسکو ته رسیدلی دی. ښاغلي متقي د چهارشنبې په ورځ د افغانستان سفارت کې چې اوس مهال د طالبانو له خوا اداره کیږي یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د حکومت بهرنی سیاست یې په ښه ډول مخ ته روان دی.

ښاغلي متقي وویل: "د سختو شرایطو سره سره بیا هم مونږ او تاسې په دپلوماتیک ډګر سمې خوا ته او ډیر ښه روان یو. ډیر هیوادونه مونږ سره ډیر ښې دپلوماتیکې اړیکې لري. د اړیکو ښه کیدل وده کوي او لا ښه کیږي".

ښاغلي متقي وویل، چې افغانستان اوس یو مرکزي حکومت لري او په تیرو دوو کلنو کې دا ثابته شوه، چې هیڅ کوم هیواد ته له افغانستان څخه زیان نه دی رسیدلی. هغه ادعا وکړه، چې نړۍ چې د طالبانو د حکومت سره د امنیت او نشه يي توکو د کرکیلې په برخو کې کومې ستونزې لرلې هغه اوس هوارې شوي دي.

د سیاسي چارو ځینې کارپوهان دا ګڼي، چې د مسکو فارمټ د جمعې د ورځې غونډه به هم لکه ددغه فارمټ د نورو غونډو په څیر کومه ځانګړې پایله ونلري. د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي په دې نظر دی، چې روسیه د مسکو فارمټ غونډه تر ډیره ددې لپاره جوړوي چې دا هیواد د افغانستان په چارو کې ځان مطرح کړي.

ښاغلي فرهادي وویل: "په دې غونډه کې نه طالبان په رسمیت پیژندل کیږي او نه پرې لګیدلي بندیزونه لیرې کیږي دا دوه هغه مسایل دي، چې طالبان یې په لټه کې دي، چې حکومت یې په رسمیت وپیژندل شي او بندیزونه ورڅخه لیرې شي چې دا دواړه مسایل نه کیږي".

د افغانستان لپاره د مسکو فارمټ غونډې له ۲۰۱۷ کال راهیسې هر کال جوړېږي. د ۲۰۲۲ په نومبر کې دا غونډه د طالبانو د استازو له ګډون پرته جوړه شوې وه، خو د ۲۰۲۱ کال غونډې ته د طالبانو استازي بلل شوي وو. په کازان کې د جمعې د ورځې غونډه د مسکو فارمټ د غونډې د لړۍ اومه غونډه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG