د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: پر غزې د اسرائیل قبضه کول به 'غټه اشتباه' وي


د امریکا ولسمشر د اسرائیل له صدراعظم سره
د امریکا ولسمشر د اسرائیل له صدراعظم سره

په داسې حال کې چې اسرائیلي سرتیري په غزې د ځمکې د لارې یرغل لپاره چمتوالی نیسي، د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي د غزې تړانګې قبضې کولو لپاره د اسرائیل هر ډول هڅه به "غټه اشتباه" وي.

اسرائیل چې د حماس ډلې پرې د اکټوبر په اوومه بریدونه وکړل، د غچ اخیستو لپاره یې په غزې هوایي بمبارۍ کړې، د حماس پر ضد یې په رسمي توګه د جګړې اعلان کړی او هم یې د غزې په شمال کې څه باندې یو میلیون وګړو ته خبرداری ورکړی چې باید خپل کورونه پریږدي او جنوب ته کډه شي.

جمهور رئیس بایډن یکشنبه اکتوبر ۱۵ (تلې۲۳) د سي بي اس تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د اسرائیل له خوا د غزې تړانګې قبضې کیدو ملاتړ کوي که نه وویل، "فکر کوم دا به یوه ستره اشتباه وي".

بایډن دا هم وویل چې د حماس ډله د فلسطین د ټول ولس استازیتوب نه کوي او زیاته یې کړه چې د سخت دریځو له منځه وړل یو "مهم ضروت" دی. جو بایډن د حماس ډله "بزدلان" وبلل او دا یې هم وویل چې د حماس ډله باید په بشپړه توګه له منځه یوړل شي.

خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس د اسرائیل – فلسطین تر منځ د شخړې حل لپاره د امریکا هغه دریځ هم یو ځل بیا یاد کړ چې له پخوا یې لري او هغه دا چې فلسطینیان باید واک ولري او داسې یوه لار وي چې فلسطین پکې دولت وي. جو بایډن دا احتمال هم رد کړ چې ګواکې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې لپاره امریکایي سرتیري واستول شي.

بایډن چې د افغانستان څخه یې ټول امریکایي سرتیري وایستل او پدې یې هم ټینګار کړی چې د اوکراین د جګړې لپاره به هم هیڅ امریکایي سرتیری وانه ستول شي، پدې مرکې کې وویل: "اسرائیل یو تر ټولو غوره جنګي ځواک لري. زه ضمانت ورکوم چې هر څه چې هغوی ورته اړتیا لري، ورته برابر به یې کړو."

په اسرائیل د حماس برید څخه سمدستي وروسته متحده ایالاتو دې سیمې ته یوه الوتکې وړونکې کښتۍ واستوله او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن تیره ورځ وویل چې د مدیترانیې سمندرګي ختیځې برخې ته بله الوتکې وړونکې کښتۍ استوي تر څو د اسرائیل پر ضد د "خصمانه کړنو" مخه ونیسي او پرې نښودل شي چې دا جګړه نورو سیمو ته پراخه شي.

د حماس برید څخه وروسته متحده ایالاتو اسرائیل ته مهمات واستول او تر څنګ یې هیوادونو ته چې نومونه یې ندي اخیستل شوي، دا خبرداری هم ورکړ چې دا جګړه دې نه پراخوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن همدارنګه د شنبې په ورځ په اسرائیل د حماس برید څخه وروسته د لومړي ځل لپاره د فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس سره خبرې وکړلې.

د سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې چې د دې خبرو په هکله خپره شوې ویل شوي چې بایډن عباس ته پدې ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې حماس د فلسطین د خلکو د "وقار او خود ارادایت د حق لپاره" مبارزه نکوي.

حماس د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې یو پراخ برید وکړ، چې په پایله کې یې د بهرنیو اتباعو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۰۰ کسان ووژل شول.

اسرائیل هم په یو غچ اخیستونکي اقدام کې پر غزې هوايي او راکټي بریدونه پیل کړل چې تر اوسه د غزې په شمال کې پدې بریدونو کې ۲۲۱۵ کسان وژل شوي دي. په بریدونو کې تر اوو زرو زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

غزې ته د سرتیرو استولو پر سر په اسرائیل وار د مخه خبرداري ډیر شوي. د بشري مرستو ادارو خبرداری ورکړی چې دا کار به د بشري ناورین سبب شي او دا ویره هم شته چې جګړه به نورو سیمو ته خپره شي.

اسرائیل د لومړي ځل لپاره غزه د ۱۹۶۷ کال په جګړې کې قبضه کړله او په ۲۰۰۵ کال کې یې په بشپړه توګه بیرته فلسطین ته ورکړله.

خو یو کال وروسته اسرائیل پدې تړانګې چې ۳۶۲ کیلو متره مربع مساحت لري، د ځمکې، هوا او بحر د لارې کلابندي ولګوله او په ۲۰۰۷ کال کې دا قبضه وروسته تر هغه لا سخته کړه چې دغزې کنټرول د فتح ګوند څخه د حماس ډلې ته په لاس ورغی.

د غزې تړانګه د مصر او مدیترانې سمندرګي سره ګډه پوله لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG