د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: پر اسرائیل د حماس په بریدونو کې ۲۵ امریکایان وژل شوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې متحده ایالات به تل د اسرائیل ملاتړ وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې متحده ایالات به تل د اسرائیل ملاتړ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) پر اسرائيل د حماس په بريدونو کې د ۲۵ امريکايي اتباعو وژل کېدل تائيد کړل، او ټینګار یې وکړ چې امريکا به تل د اسرائيلو ترڅنګ ولاړه وي.

بلینکن، چې اسرائيل ته په سفر تللی دی، د دغه هېواد له صدراعظم بنيامين نتنياهو سره په يوه خبري ناستې کې وويل، چې فلسطينيان هم "مشروع هیلې او ارمانونه" لري، چې د نوموړي په وينا، د حماس بنسټپاله ډله یې استازيتوب نه کوي.

بلینکن د دغه سفر په ترڅ کې له اسرائيلو وغوښتل چې د حماس پر ضد په عملياتو کې د فلسطيني ملکيانو د خوندیتوب لپاره له ټولو ممکنه احتياطي تدابیرو ‌څخه کار واخلي.

په اسرائیلو باندې د حماس ډلې له بریدونو وروسته چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۲۰۰ تنه اسرائیليان ووژل شول، تل ابیب ته د بلینکن سفر له اسرائیلو سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د دغه هېواد څخه د ملاتړ په اړه د امریکا له ژمنو څخه د بیا ډاډ ورکولو په موخه ترسره شوی دی.

بلینکن له نتنیاهو سره په خبرو کې وویل: "تاسو ممکن په یوازې دومره پیاوړي اوسۍ چې د ځان دفاع وکړئ. مګر تر هغو چې امریکا وي ، تاسو هیڅکله یوازې نه یاست. موږ به تل ستاسو تر څنګ ولاړ یو."

اسرائیل د تیرو څو ورځو راهیسې د فلسطیني حماس ډلې په خلاف هوايي بریدونه پیل کړي او وايي، په دغو بریدونو کې د حماس زیربناوې، قوماندانان او عملیاتي مرکزونه په نښه کوي.

د اسرائیل پوځ همدارنګه ویلي چې په غزه کې د ځمکې له لارې برید لپاره تیاری نیسي خو د دغه هیواد سیاسي مشرانو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.

دا هوايي بریدونه د شنبې په ورځ د حماس د جنګیالیو له خوا په اسرائیل کې د یو ناڅاپي برید په ځواب کې پیل شوي چې په اسرائیلو کې یې له ۱۲۰۰ څخه ډیر کسان ووژل.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم دا اونۍ پر اسرائیل د حماس بریدونه وغندل او ټینګار یې وکړ چې امریکا به له اسرائیل څخه هیڅ ډول مرستې و نه سپموي.

بلینکن د اسرائیلو د صدراعظم سره په خبرو کې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د شخړې د سوله ییز حل پر اړتیا ټینګار وکړ؛ هغه نظریه چې د نتنياهو ښي اړخی حکومت تل ورباندې ټینګار کړی دی.

بلینکن وویل: "هر سوله خوښونکی او عدالت خوښونکی باید د حماس ترهګریز واکمنۍ وغندي. موږ پوهیږو چې حماس د فلسطین د خلکو او په امنیت، ازادۍ، عدالت او عزت کې د ژوند کولو لپاره د هغوی د مشروع هیلو استازیتوب نه کوي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، په یوه غیر معمولي وینا کې د خپل شخصي ژوند یادونه شریکه کړه، چې څنګه یې نیکه په روسیې کې د یهودي ضد کړنو څخه وتښتید او څنګه یې میرنی پلار د نازیانو د اجباري کمپونو څخه ژوندی پاتې شو.

بلینکن وویل: "زه دلته ستاسو په وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نه، بلکې د یو یهودي په توګه ولاړ یم. زه ستاسو په وړاندې د یو خاوند او د کوچنیو ماشومانو د پلار په توګه ولاړ یم. زه نشم کولای د هغو کورنیو عکسونو ته وګورم چې میندې، پلرونه او ماشومان یې وژل شوي دي.... او بیا د خپلو ماشومانو په اړه فکر ونکړم."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه، چې د امریکا حکومت او کانګرس به د اسرائیلو د پوځي غوښتنو د پوره کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

بنیامین نتنیاهو د بلینکن او د امریکا د ملاتړ ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د حماس ډلې سره چې پر غزې واکمنه ده، باید د اسلامي دولت ډلې (داعش) په څېر چلند وشي.

هغه زیاته کړه: "لکه څنګه چې د اسلامي دولت ډله وځپل شوه، حماس به هم هغسې وپاشل شي. د دغه ډلې سره باید د داعش په څیر چلند وشي."

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې پلازمینې تل ابیب ته تر سفر وروسته، ښاغلي بلينکن به اردن، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او مصر ته سفر وکړي او د دغو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره په ليدو کتو کې، يو ځل بيا پر اسرائیلو د حماس ډلې بريدونه په کلکه وغندي او همداراز د اسرائیلو د حکومت او خلکو سره به د متحده ایالاتو په پیوستون ټینګار وکړي.

په اعلاميې کې همداراز راغلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير به له سيمه ييزو شريکانو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي، د يرغمل شويو اسرائیلي وګړو سمدستي او خوندي خلاصون او د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره د ميکانيزمونو په مشخصولو باندې هم خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG