د لاس رسي وړ اتصالات

ښکلا ځدراڼ ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې وټاکل شوه


ملګرو ملتونو ته د افغان ځوانانو د استازي ټاکلو وروستی پړاو نن دوشنبه (مزری۲۷/ اګسټ۱۷) په کابل کې ترسره شوو.

د دغې سیالۍ ګټونکی د یوه کال لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازیتوب کوي.

ګتونکی مخکې له دې چې ملګرو ملتونو ته واستول شي د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته سفر او له ځوانانو سره ناستې او بحثونه کوي.

په پاې کې د افغان ځوانانو استازی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا عمومي غونډې کې وینا کوي.

د (اندیشه وارانو) په نوم د یوه ټولنیز بنسټ مشر چې اداره یې د یادې خپرونې تنظیموونکې ده امریکا غږ ته وايي: "د یادې خپرونې موخه دا ده چې افغان ځوانانو ته دا فرصت جوړ کړي تر څو خپل غږ نړیوالو ته ورسوي."

محمد اجمل رامیار زیاته کړه چې دا دریم کال دی چې دوی دغه خپرونه پیل کړې.

تېر کال عایشه خرم د دغه مقام ګټونکې پېژندل شوې وه.

په روان کال کې څلور نوماندان چې دوه یې ښځینه دي وروستي پړاو ته لاره موندلې وه چې له منځه یې ښکلا ځدراڼ وټاکل شوه.

XS
SM
MD
LG