د لاس رسي وړ اتصالات

عربي هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه وغندل

د سعودي عربستان د ابها په نړیوال هوایي ډګر د حوثي یاغیانو د برید څخه وروسته اخیستل شوی انځور.
د سعودي عربستان د ابها په نړیوال هوایي ډګر د حوثي یاغیانو د برید څخه وروسته اخیستل شوی انځور.

د متحده عربي اماراتو، کویټ، بحرین، قطر، مصر، اردن او سوریې په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو پر سعودي عربستان د ایران له ملاتړ برخمنه د حوثي یاغیانو وروستي بریدونه غندلي او د خپل امنیت او ملي حاکمیت د دفاع لپاره یې د ریاض له حقه ملاتړ اعلان کړی دی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۲مه، د سعودي عربستان په ختیځ کې د ملک فهد پر نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو برید په کلکه وغانده. د راپور له مخې، په دغه برید کې دوه کسان وژل شوي او یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

دغه وزارت یاد برید د سعودي عربستان د حاکمیت ښکاره نقض او د دغه هېواد د امنیت او ثبات لپاره ګواښ بللی دی. وزارت له سعودي عربستان سره خپل بشپړ پیوستون څرګند کړی او د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره یې د ریاض د اقداماتو ملاتړ کړی دی.

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت هم د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې د سعودي عربستان په دمام ښار کې د ملک فهد پر هوايي ډګر د حوثیانو برید په کلکه غندلی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې په برید کې دوه کسان وژل شوي او نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه وزارت برید د سعودي عربستان د حاکمیت ښکاره نقض او د نړیوالو قوانینو او نړیوال بشردوستانه حقوقو څرګنده سرغړونه بللې ده.

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د ملکي هوايي ډګرونو او حیاتي تاسیساتو په نښه کولو ته دوام ورکول د کړکېچ خطرناکه زیاتېدنه او د ملکي وګړو د ژوند او د هوايي چلند د خوندیتوب لپاره مستقیم ګواښ دی.

دغه وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دغو بریدونو د درولو او د عاملانو د حساب ورکونې لپاره پرېکنده اقدامات وکړي.

کویټ همداراز ټینګار کړی چې د سعودي عربستان امنیت د کویټ او د خلیج د همکارۍ شورا د نورو غړو هېوادونو د امنیت نه بېلېدونکې برخه ده.

د خلیج د همکارۍ شورا هم په مانامه کې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو، د انرژۍ پر تاسیساتو او نورو ملکي مرکزونو د حوثیانو بریدونه غندلي دي. دغې شورا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۱۶ شمېرې پرېکړه‌لیک پر بنسټ د حوثیانو پر وسلو د بندیز د بشپړ پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

بحرین هم د سعودي عربستان پر ملکي بنسټونو بریدونه غندلي او هغه یې د سیمه‌ییز امنیت او ملکي هوايي چلند لپاره ګواښ بللي دي.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي هم له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان سره په لیدنه کې د سعودي عربستان د امنیت او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره د دغه هېواد د اقداماتو بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.

مصر د سعودي عربستان امنیت د سیمې له امنیت سره مستقیم تړلی بللی دی. سوریې هم د مهمو تاسیساتو او ملکي وګړو په نښه کول د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

قطر تر دې مخکې د مدینې د برېښنا پر تاسیساتو برید غندلی او هغه یې د اسلامي سپېڅلو ځایونو پر وړاندې خطرناکه تېری بللی و.

دا غندنې پر سعودي عربستان د حوثیانو له خوا د تېلو پر تاسیساتو او هوايي ډګرونو د بریدونو د زیاتېدو په ترڅ کې کېږي. دغه یمني یاغي ډله چې د ایران د مالي، تسلیحاتي او پوځي ملاتړ ترلاسه کوي، په وروستیو کلونو کې د سیمې پر هېوادونو، په ځانګړې توګه په سعودي عربستان، د فشار راوړلو لپاره د ایران د حکومت له مهمو وسیلو څخه بلل شوې ده.

متحده ایالاتو څو ځله د ایران او د دغه هېواد سپاه پاسداران په حوثیانو د وسلو، توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د ټکنالوژۍ د برابرولو او د هغوی د ځواکونو د روزنې په تور تورن کړي دي.

امریکا همداراز ټینګار کړی چې د ایران د حکومت له خوا د حوثیانو ملاتړ د سیمې د هېوادونو امنیت، نړیواله سمندري تګ‌راتګ او د انرژۍ د نړیوال بازار ثبات ګواښي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG