د لاس رسي وړ اتصالات

په ارګ کې د مړو هډوکي موندل شوي


په افغانستان کې د تېرو حکومتونو په ضد کودتاګانې شوي یو شمېر کسان وژل شوي او تري تم شوي دي.
په افغانستان کې د تېرو حکومتونو په ضد کودتاګانې شوي یو شمېر کسان وژل شوي او تري تم شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي په ارګ کې په یوې اشپز خانې کې تر ځمکې لاندې د دوو انسانانو د بند پاتې شونې موندل شوي دي.

دغه مړي ارګ کې د لومړي نمبر ماڼۍ د اشپزخانې د کیندلو پر وخت دوه نیم مېتره ترځمکې لاندې موندل شوي دي.

د ارګ یوه اعلامیه وايي په پاتې شونو کې دوه جمجمې او د انسان د بدن هډوکي شته چې د پلټنو او پېژندلو لپاره د عدلي طب ریاست ته استول شوي دي.

جمهوري ریاست د دغو جسدونو د پیژندګلوۍ لپاره یو کمیسیون ټاکلی چې په کې عدلي طب، د بشر د حقوقو لپاره ډاکټرانو ټولنې، د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون او د کورنیو چارو وزارت استازي شامل دي.

کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې مړي تشخیص او خپلو کورنیو ته یې وسپاري.

دا لا معلومه نه ده چې دغه کسان کله وژل شوي/ مړه شوي او ارګ کې یې مړي دقیقا کله موندلي دي، خو په افغانستان کې په تېر وخت کې د ځینو حکومتونو پر ضد ګودتاګانې شوې چې یو شمېر کسان پکې وژل شوي او تري تم شوي دي.

په دوی کې د افغانستان پر یوه پخواني ولسمشر محمد داود خان کودتا د یادولو ده چې هغه او کورنۍ یې ووژل شول، او مړي څو لسیزې ورک وو.

XS
SM
MD
LG