د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې په اړه د خلیلزاد تازه سفر ته د ارګ غبرګون


خلیلزاد تېره ورځ د ناټو له منشي سره کتلي دي
خلیلزاد تېره ورځ د ناټو له منشي سره کتلي دي

د افغانستان جمهوري ریاست د افغان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد تازه سفر ته په غبرګون کې وايي، افغانستان هغه مهال تلپاتې سولې ته رسېدلی شي، چې دغه بهیر د افغانانو په واسطه تر سره شي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۲۲مه «تلې۳۰مه» ویلي، چې افغانان د تلپاتې او باعزته سولې غوښتونکي دي او افغان حکومت هم سولې ته ژمن دی.

ښاغلي صدیقي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:"سوله تل د ولسمشر د لومړیتوبونو څخه ده او افغان حکومت سولې ته ژمن دی، زموږ هېواد هغه مهال یوې تلپاتې او باعزته سولې ته رسېدلی شي، چې دغه بهیر د افغان دولت لخوا رهبري شي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتې له‌مخې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرینو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره یکشنبه بروکسل، پاریس او مسکو ته سفر پيل کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد د خپل سفر په ترڅ کې تېره ورځ بروکسل ته په رسېدو سره د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د افغان سولې پر بهیر باندې خبرې کړي دي.

د ناټو منشي سټولټنبرګ له خلیلزاد سره د خپلې لیدنې په اړه پر ټوېټر لیکلي:"زموږ متحدین د افغانستان څخه ملاتړ ا و په دغه هېواد کې د سوله ییز هواري لپاره د شرایطو برابرلو لپاره ژمن پاتي دي."

زلمی خلیزاد پداسې حال کې دا هڅې بیا پیل کړي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د سپټمبر پر ۷مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې چې وروستۍ موافقې ته نژدې شوي وې لغوه اعلان کړې.

له بلې خوا د امریکایي رسنیو په وینا د امریکا د دفاع وزیز مارک اسپر هم پدې خاطر افغانستان ته سفر کړی چې د طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل کیدو په اړه د افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG