د لاس رسي وړ اتصالات

ارگ: 'انتخابات محوره ګډ ملي حکومت' جوړول د قانون خلاف دی


د افغانستان جمهوري ریاست ریاست، د "انتخابات‌ محوره ګډ ملي حکومت" د جوړولو په اړه د جمهوري ریاست انتخاباتو د کاندیدانو د شورا غوښتنه د قانون خلاف بللې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو کاندیدان دې د ولس ارادې او تصمیم ته درناوی وکړي.

ښاغلي صدیقي د دوشنبې په ورځ د ډیسمبر په دویمه (لیندۍ ۱۱مه) په خپل ټویټر کې لیکلي: "په دې ورځو کې، ځینو شوراګانو (د انتخابات محوره ګډ ملي حکومت!؟) تر عنوان لاندې طرحې وړاندې کړې دي، چې د هیواد له اساسي قانون سره په څرګند مخالفت کې دي".

د هغه پر وینا، افغان ولس د جمهوري نظام د دوام لپاره د رایې د استعمالولو له لارې خپله اراده تمثیل کړې ده او "په شا تګ نه کوي".

د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو شورا نن د یوې طرحې په وړاندې کولو سره په افغانستان کې د "انتخابات محوره ګډ ملي حکومت" جوړولو غوښتنه وکړه.

د کاندیدانو شورا د ټولو اړخونو په ګډون د یو ائتلافي حکومت جوړول له انتخاباتي بحران څخه د وتلو لار بللې ده.

دغې شورا ویلي، چې د داسې یو نظام له لارې، له طالبانو سره د سولې د توافق لپاره د ملي اجماع د جوړېدو امکان هم شته دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست له انتخاباتو څخه څه د پاسه دوه میاشتې تېرېږي، خو د انتخاباتو کمېسیون تر اوسه د دغو انتخاباتو ابتدايي نتایج نه دي اعلان کړي.

د کاندیدانو شورا ویلي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات له بن‌بست سره مخامخ شوي دي او د هر ډول نتایجو اعلان به د دغه هیواد سیاسي او ټولنیز وضعیت لاپسې بحراني کړي

XS
SM
MD
LG