د لاس رسي وړ اتصالات

ارجنټاین د 'مرگ فرښتې' ته د عمري بند سزا ورکړه


الفیډو استیز د سزا اوریدلو په وخت په محکمې کې ناست و
الفیډو استیز د سزا اوریدلو په وخت په محکمې کې ناست و

په ارجنټاین کې محکمې د سمندري قواوو یوه پخواني قوماندان ته چې د مرگ د فرښتې په نوم مشهور و، د عمرقید سزا ورکړیده. هغه ته دغه سزا د دیکتاتورۍ په دورې کې د بشري حقونو نه د سرغړونو او په بند کې د انسانو د شکنجه کولو د جرمونو له کبله ورکړل شویده.

الفیډو استیز د چارشنبې په ورځ د سزا اوریدلو په وخت په محکمې کې غلی ناست و. په هغه باندې په تورونو کې د خلکو برمته کول، شکنجه کول، د ماشومانو غلا کول او د خلکو قتلونه شامل دي.

دا د ارجنټاین په تاریخ کې د اوږدو محاکمو نه یوه ده. د هغه سره شاوخوا ٥٣ نورو کسانو ته هم سزاگانې واورول شوې.

په هغوي باندې د نوال میکنیک په ښوونځي کې د ٧٨٩ کسانو خلاف د جنایتونو ترسره کولو تورونه لگیدلي و. په ارجنټاین کې دغه جنایتونه د ٢٠٠٧ نه تر د ٢٠٠٩ کال پورې شویدي.

د بشري حقونو ادارې وایي چې د دیکتاتورۍ د ٧ کلونو په مودې کې کم ترکمه دیرش زره کسان وژل شوي او یا لادرکه شویدي. په ارجنټاین کې د ١٩٧٦ نه تر ١٩٨٣ کاله پورې یوه دیکتاتوري نظام په قدرت کې و

XS
SM
MD
LG