د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ګارنیزیون: غازي سټډیوم کې د اریانا سعید د کنسرت امنیت نه شو نیولی


نن کابل کې د افغانستان خپلواکۍ د ورځې په مناسبت یو ستر بیرغ د وزیر محمد اکبرخان غونډۍ کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې پورته شو.
نن کابل کې د افغانستان خپلواکۍ د ورځې په مناسبت یو ستر بیرغ د وزیر محمد اکبرخان غونډۍ کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې پورته شو.

د کابل ګارنیزیون قوماندانۍ وايي، چې د امنیتي اندیښنو له امله د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په غازي سټډیوم کې د اریانا سعید د شنبې د ورځې کنسرت ته امنیت نه شي برابرولی، خو که میرمن سعید په کوم بل ځای کې د کنسرت جوړول غواړي دا قوماندانۍ به یې د امنیت غم وخوري.

د کابل ګارنیزیون سرپرست قوماندان جنرال افضل امان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دغې قوماندانۍ هغه شرکت ته چې د میرمن اریانا سعید کنسرت بندوبست یې کړی وو، خبر وکړی چې په کابل کې د امنیتي ګواښونو د شتون په اړه د اندیښنو له امله د کابل ګارنیزیون په غازي سټډیوم کې د میرمن سعید د کنسرت امنیت نه شي نیولي.

جنرال افضل امانوویل "مونږ خو د کنسرتونو مخه نه نیسو، یوازې شاید تاسو خبر به وئ چې په کابل کې کله کله له بده مرغه د دښمن له خوا څخه ځانمرګي عملیات او چاودنې ترسره کیږي، ویلي مې دي چې غازي سټډیوم د ګواښونو پر وړ اندې ګنجایش نه لري، مونږ د کنسرت مخه نه ده نیولې او نه یې نیسو ورته مو ویلي چې که په بل خوندي ځای کې کنسرت جوړوي خپل پروګرام دې پرمخ بوځي".

اریانا سعید چې په خپل لنډ هنري ژوند کې یې د افغانستان په دننه او بهر کې ډیر شهرت موندلی د ګوتو په شمار افغان هنرمندانو کې شامله ده چې د خپل هنر له لارې په افغانستان کې د بیوزلو د لاس نیوي هڅې کوي.

میرمن سعید غوښتل چې د شنبې په ورځ غازي سټډيوم کې خپلو مینه والو ته کنسرت ورکړي او د دغه کنسرت څخه ترلاسه شوې پیسې د سرپل ولایت د صیاد د ولسوالۍ د وروستي تروریستي برید د قربانیانو کورنیو ته ورکړي.

د دغه کنسرت ټیکټونه له وړاندې پلورل شوي وو او په کنسرت کې تر لس زرو پورې د اریانا سعید مینه والو د ګډون تمه کیدله.

اریانا سعید دفتر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ټاکل شوې میرمن سعید به په دې هکله خپل دریځ نن څه وخت اعلان کړي.

نن د جمعې په ورځ په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې یوه ورځ وړاندې سخت امنیتي ترتیباب نیول شوي او پولیس د ښار په واټونو کې د موټرو تلاشي اخلي.

افغانستان د شنبې په ورځ د برتانیا څخه د خپل خپلواکۍ ۹۸ مه کالیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځي.

XS
SM
MD
LG