د لاس رسي وړ اتصالات

ارمان لوڼی نن په قلعه سیف الله کې خاورو ته سپارل کېږي


د ابراهیم ارمان لوڼي جنازه نن یکشنبې مازدیګر پنځه بجې د بلوچستان په قلعه سیف الله کې پخپلې پلرنۍ هدیره کې خاروته سپارل کېږي.

ارمان لوڼی د«پي ټی ایم» او د پښتونخوا ملي عوامي ګونډ فعال غړی و چې پرون شنبه د فبرورۍ پر ۲مه په لورلايي کې د پاکستاني‌ پولیسو لخوا تر وهلو وروسته ټپي‌ شو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

په لورالایي کې د پاکستاني پولیسو لخوا د «پي ټي ایم» د وژل شوي غړي ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ ویلي چې ارمان د پولیسو په تاوتریخوالي کې وژل شوي، خو زیاته کړې ده چې دا لومړۍ پېښه نه ده چې له ارمان سره تر سره شوه.

د پښتو ادبیاتو استاد ارمان لوڼی تېر ماښام د پولیسو لخوا هغه مهال ووژل شو چې په لور لايي کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ لخوا یوه اعتراضیه غونډه رابللې وه.

د ابراهیم ارمان لوڼي جسد د کوټې سول روغتون ته د عدلي طب یا پوسټ پارټم لپاره راوړل شوی و ، له طبي څېړنو وروسته دوی کلاسیف الله ته روان شو او هلته به خاورو ته وسپارل شي.

د کوټې د سول روغتون مشر ډاکټر سلیم ابرو وویل چې پر طبي راپور کار تر سره شوی او په دوه یا درې ورځو کې به یې پایلې اعلان شي.

د ابراهیم ارمان لوڼي په جنازه کې د ګډون لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم مشران منظور پښتین، محسن داوړ، علي وزیر، ثناءالله اعجاز او ډاکټر سید عالم محسود ژوب ته رسېدلي دي.

بل لوري ته د بلوچستان حکومت د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د منظور پښتین، علي وزیر، او محسن داوړ د ګډون مخه نیولې وه او محسن داوړ پر خپل ټوېټر لیکلي و چې د پاکستان حکومت د ارمان په جنازه کې د دوی د ګډون مخه نیولې ده.

خو تر هغه وروسته په کوټه کې د امریکا غږ خبریال وویل چې د ارمان لوڼي د جنازې مراسمو ته منظور پښتین، محسن داوړ او علي قلعه سیف الله ته رسېدلی دي.

د ارمان لوڼي خور په کوټه کې د امریکا غږ خبریال جمیل خان سره مرکه کې ویلي چې پرون ماښام دوی خپل څلور ورځنی پرلت ختم کړ، خو له دې وړاندې هم څور وارې پولیسو په زوره د دوی د غونډې مخه نیولې ده.

اغلې لوڼۍ ویلي:"موږ دا مطالبه کوو چې اېف ای ار دي وشي او په دې کې ښکلېل کسان دي ونیول شي، پر هغوی دي په یوه اونۍ کې محکمه عملي شي، او سزا دي ورکړل شي، موږ د خپلو مشرانو سره په اړیکه کې یو، ځايي قبایلي او سیاسي مشران به هم راغونډیږي، او بیا به مشوره کوو، نور کسان معلوم دي چې په دغه موقع د پولیسو کومو کسانو شتون درلود او هغوی دا کار کړی دی."

د یادونې ده چې پښتون د ژغورنې غورځنګ په لورالايي کې دا پرلت د جنورۍ پر ۲۹مه هلته د پولیسو د مشر پر دفتر د هغه برید پرضدپیل کړی وو چې نهه کسان پکې وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG