د لاس رسي وړ اتصالات

د جلال‌آباد په برید کې ١١ تنه وژل شوي


د ننګرهار ولایت د مطبوعاتو دفتر وايي، چې د جلال‌آباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند د پوهنې پر ښاري مدیریت برید کې ١١ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، چې په دغه برید کې د پوهنې د ښاري څانګې مدیر هم وژل شوی دی.​

نن سهار شاوخوا نهه بجې، په جلال‌آباد کې په وسلو سمبال دوو ځانمرګو بریدګرو د ننګرهار د پوهنې ریاست پر ښاري مدیریت برید وکړ او شاوخوا پنځه ساعته یې له افغان ځواکونو سره نښته وکړه.

د والي ویاند وویل، چې د بریدګرو په وژلو سره نښته پای ته رسیدلې ده.

د ښاغلي خوږیاڼي پر وینا، په ټپيانو کې یو شمیر امنیتي منسوبین هم شامل دي.

لومړني معلومات

یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې وسله‌وال د پوهنې د مدیریت ځینو خونو ته اور اچولی دی.

د سرچینې پر وینا، په ودانۍ کې دننه چاودنې هم شوي او امنیتي ځواکونه سیمې ته ور رسېدلي دي.

دننګرهار د عامې روغتیا رئیس نجیب‌الله کامه‌وال امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې د برید له ځای څخه ۴ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

د پوهنې ریاست ویاند محمدآصف شینواری وايي، چې بریدګرو په پیل کې، د پوهنې د ښاري مدیریت یو ساتونکی په دروازه کې وواژه او له هغې وروسته د مدیریت ودانۍ ته وردننه شول.

د پوهنې ریاست ښاري مدیریت ته څېرمه د نازو انا نجونو لېسه، استقلال هلکانو لېسه، دارالمعلمین، شهید محمد عارف لېسه هم موجوده ده.

د برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی. له دې وړاندې داعش ‌‌‌‌‌‌‌ډلې ښوونځیو او تعلیمي ادارو باندې د بریدونو ګواښ کړی وو.

XS
SM
MD
LG