د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې ناپیژندو وسله‌والو درې ښوونځي په بمونو الوځولي


د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې ناپيژندو وسله والو تېره شپه په دې ولايت کې درې ښوونځي په بمونو الوځولي دي.

د پکيتکا د پوهنې رئيس امريکا غږ ته وويل چې وسله والو تېره شپه ناوخته د مرکز ښرنې اړوند د حضرت بلال، سيد جلال بخاري او د خواجه خېلو په نوم درې ښوونځي په بمونو الوځولي دي.

مهراب الدين زياته کړه چې د چاودنو په پايله کې يواځې د ښوونځيو څوکۍ، ميزونو، دروازې او کړکۍ له منځه تللي او چاته په کې ځاني زيان نه دی اوښتی.

د نوموړي په وينا چې په يادو درې واړو ښوونځيو کې له پنځو زرو نېولې تر شپږو زرو زده کوونکو زده کړې کوي، چې تول يې هلکان دي.

په همدې حال کې د حضرت بلال ښوونځي مدير عبدالحميد امريکا غږ ته وويل چې د دوی ښوونځی په بشپړ ډول په بمونو الوځول شوی دی او د ښوونځي څوکۍ، ميزونه، دروازې او کړکۍ مکمل له منځه تللي دي.

تردې دمه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG