د لاس رسي وړ اتصالات

پاریس کې د بولګاري مشهوره زرګري په رڼا ورځ غلو لوټ کړه 


په پاریس کې د بولګاري د ګاڼو مشهوره مغازه
په پاریس کې د بولګاري د ګاڼو مشهوره مغازه

د پاریس ښار پولیس وایي وسله والو غلو په رڼا ورځ د پاریس په مرکزي برخه کې د بولګاري په نامه د قیمتي ګاڼو مغازه لوټ کړه او وتښتیدل.

پولیسو او څارنوالانو وویل، چې وسله والو غلو د شنبې په ورځ د اپریل ۲۹ (غوایي ۹) د پاریس په مرکزي برخه کې د بولګاري د ګران بیه ګاڼو پلورنځی لوټ کړ، خو تر اوسه د غلا شویو ګاڼو ارزښت ندی په ډاګه شوی.

د پولیسو یوې سرچینې د لومړنیو معلوماتو په حواله ویلي، درې کسان چې پر دوو موټرسایکلو سپاره وو، په ځايي وخت د ماسپښین شاوخوا ۱:۴۵ بجې د ښار په مشهوره سیاحتي ساحه کې پلورنځي ته ننوتل.

سرچينې زياته کړه، چې د زيان د اندازې او هغه لوټ شويو ګاڼو د کچې ارزونه چې دوى له ځانه سره وړي، روانه ده.

همدغه بولګاري پلورنځي د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې هم په یوه وسله واله غلا کې په نښه شوي و، چې زیان یې ۱۰ میلیونه یورو اټکل شوی و.

د شنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي ویډیو ښیي چې دوه لوی تور موټرسایکلونه د ګران بیه ګاڼو پلورنځي مخې ته په سړک ولاړ دي او یو سړی چې د موټرسایکل چلولو خولې یې پرسر ده په وسله سمبال او تورې جامې یې اغوستي د شاوخوا څارنه کوي.

وروسته بیا درې واړه کسان لیدل کیږي چې له صحنې څخه په دوو موټرسایکلونو تښتي.

د پاریس د څارنوالۍ دفتر وویل، د وسله والې غلا په اړه څیړنې پیل شوي دي.

په ۲۰۲۱ کې ددې بولګاري پلورنځي د غلا وروسته، یو غل د پولیسو د یو افسر لخوا په پښه کې ټپي شو، ونیول شو، تورن شو او زنداني شو.

د ۲۰۲۲ په جون کې، دوه نور شکمن، چې عمرونه یې ۲۶ او ۳۷ کلن وو، ونیول شول. هغوی هم تورن شول او د محاکمې د پریکړې دمخه لا هم په بند کې دي.

بولګاري د ګاڼو او زیوراتو ایټالوي پلورنځی دی چې مالک یې یو فرانسوی شرکت دی.

XS
SM
MD
LG