د لاس رسي وړ اتصالات

نایجریا کې د څارویو غلو ۳۸ کلیوال وژلي


وسله والو غلو په دریو کلیو بریدونه کړي او خلکو کورونه یې هم سوځولي دي.
وسله والو غلو په دریو کلیو بریدونه کړي او خلکو کورونه یې هم سوځولي دي.

وسله والو غلو تیره ورځ د نایجریا په شمال کې د کادونا په ایالت کې په دریو جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۳۸ کلیوال وژلي دي.

د کادونا ایالت د کورنیو چارو کمیشنرۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې وسله والو ډلو چې په موټر سایکل سپاره و په څلورو کلیو یې بریدونه وکړل.

په اعلامیې کې د ۳۸ کسانو وژل کیدل تائید شوي.

سیمه ایزو چارواکو ویلي چې په بریدونو کې د خلکو کورونه، غټ او واړه موټر او زراعتي حاصلات هم سوځول شوي.
د نایجریا جمهور رئیس محمد بوهاري د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوې اعلامیې کې دا وژنې "ناوړه" وبللې.

ښاغلي بوهاري د کادونا ایالت د استخباراتي او امنیتي ادارو د مشرانو څخه غوښتي چې د برید کوونکو د تبا کولو لپاره دې د ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

د نایجریا په شمال لویدیځ او مرکزي برخو کې د څارویو غلو او انسان تښتونکو څو ځله په کلیو او ښوونځیو بریدونه کړي. دغو جنایي ډلو د سیمې خلک وژلي، څاروي یې ترې پټ کړي او کورونو ته یې یا اور اچولی او یا یې لوټ کړیدي.

اکثریت دا جنایي ډلې د ښوونځیو زده کوونکي د پیسو لپاره په ډله ایزه توګه تښتوي.
سره لدې چې حکومت په سیمه کې تقریباً یوه میاشت نظامي عملیات وکړل او مخابراتي خدمات یې هم پې بند کړل خو د تشدد مخه ونه نیول شوه.

د بدمعاشانو یوې وسله والې ډلې د اګست په میاشت کې د کادونا په ښار کې په یوې نظامي اکاډمي چې ټینګ امنیت یې نیول کیده برید وکړ، دوه افسران یې ووژل او یو بل یې وتښتاوه.


ویل کیږي چې دغه جنایي ډلې په ځنګلونو کې د پټیدو خوندي ځایونه لري.



XS
SM
MD
LG