د لاس رسي وړ اتصالات

د ارمنستان صدراعظم: آذربایجان د 'پوځي لمسونې' هڅه کوي


د قره باغ سیمې په یوازنۍ غزیدلې لار د لاچین دهلیز
د قره باغ سیمې په یوازنۍ غزیدلې لار د لاچین دهلیز

ارمنستان د پنجشنبې په ورځ سپتمبر اوومه (وږي ۱۶) اذربایجان تورن کړ چې د ګډې پولې په اوږدو کې او د ناګورنو قره باغ سیمې ته نږدې د خپلو ځواکونو په ګومارلو سره لمسونکی پوځي اقدام کوي.

په وروستیو میاشتو کې د باکو او ایروان ترمنځ کړکېچ په چټکۍ سره زیات شوی، ځکه چې دواړه دښمنې ډلې یو بل د سرحدي بریدونو په پیلولو تورنوي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان په ایروان کې د کابینې په غونډه کې وویل، "په سیمه کې پوځي او سیاسي وضعیت په جدي توګه خراب شوی دی."

هغه زیاته کړه چې اذربایجان خپل ځواکونه په پوله او همدارنګه د ناګورنو قره باغ غرنۍ سیمې ته نږدې چې د بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې دي ځای پر ځای کړي دي.

پاشینیان وویل چې په دې کار سره "آذربایجان د نګورنو قره باغ او ارمنستان په وړاندې د نوي پوځي پارونې اراده څرګندوي".

اذربایجان دغه ادعاوې "یو بل ناسم سیاسي درواغ" بللي او هغه یې غندلي دي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې اعلان وکړ: "ارمنستان دې پر اذربایجان خپلې ارضي ادعاوې پرېږدي، پوځي سیاسي پارونې دې پای ته ورسوي او د سولې په بهیر کې له خنډونو رامنځته کولو دې ډډه وکړي."

پاشینیان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ټاکل شوې د هغه هېواد پوځي ځواکونه د امریکا له سوله ساتو ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینونه وکړي.

کرملین د پنجشنبې په ورځ پر دغو تمریناتو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه پوځي تمرینونه د قفقاز د ناارامه سیمې ثبات ته زیان رسوي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: "په دې کې شک نشته چې دا ډول تمرینونه د وضعیت د ثبات او په سیمه کې د متقابل باور د فضا په پیاوړي کولو کې مرسته نه کوي." خو هغه زیاته کړه چې "روسیه د امنیت د تضمین کوونکي په توګه خپل فعالیت ته دوام ورکوي".

ارمنستان پر آذربایجان تور لګوي چې د لاچین دهلیز له لارې د ناګورنو قره باغ په سیمې کې د ارمنستان ښارونو ته د خوراکي توکو او مرستو د لیږد مخه نیسي. لاچین دهلیز یوازینی سړک دی چې ارمنستان له سیمې سره نښلوي.

ارمنستان د لاچین دهلیز له لارې هغو ۱۲۰ زره ارمنیانو ته چې د قره باغ په غرنۍ سیمه کې ژوند کوي د اړتیا وړ توکي استول.

د لاچین دهلیز بندیدو په سیمه کې د بشري ناورین په اړه اندیښنې راپارولي دي. د يادو سيمو اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت او روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له اساسي ستونزو شکايت کوي.

خو اذربایجان وايي چې د لاچین دهلیز د بشري مرستو، بیړنیو خدماتو او سوله ساتونکو پر مخ پرانیستی دی.

پاشینیان د لاچین دهلیز د بندیدو په مخنیوي کې چې روسي ځواکونه په کې ګزمې کوي، د پاتې راتلو په وجه په مسکو نیوکه کړې.

د ارمنستان صدراعظم په دې وروستیو کې ویلي چې - د مسکو دودیز متحد - ایروان لپاره د امنیت د ضامن په توګه پر روسیې تکیه کول "ستراتیژیکه تېروتنه" وه.

اذربایجان او ارمنستان په ۱۹۹۰ او ۲۰۲۰ کلونو کې د قره باغ سیمې د کنټرول پر سر دوه ځلې جګړې کړې دي. د ۲۰۲۰ کال شپږ اونیزه جګړه د دواړو غاړو له ۶۵۰۰ څخه زیاتو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله او د مسکو په منځګړیتوب او په سیمه کې د روسیې د سوله ساتو ځواکونو په ځای پر ځای کولو سره پای ته ورسیده.

خو د اروپايي ټولنې، امريکا او روسيې د منځګریتوب له هڅو سره سره دغه دواړه هېوادونه په دې نه دي توانېدلي، چې يوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG