د لبنان پارلمان د رایو په دویم پړاو کې د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز جوزف عون د نوي ولسمشر په توګه وټاکه.
د لبنان د پارلمان رئيس نبيه بري، وويل، چې عون د لبنان د پارلمان د ۱۲۸ غړو د رايو څخه د ۹۹ رايو په ګټلو سره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د پنجشنبې د ورځې په لومړیو کې هم د لبنان په پارلمان کې د هیواد د نوي ولسمشر په توګه د عون د ټاکلو لپاره رای اچونه شوې وه، خو هغه نه و توانیدلی چې د دغه مقام د ترلاسه کولو لپاره د پارلمان اکثریت رایې ترلاسه کړي.
ځینو سرچینو ویلي دي چې د حزب الله ډلې او د امل غورځنګ پلوي وکیلانو په پارلمان کې د رایې اچونې په لومړي پړاو کې په صندوق کې سپینې رایې واچولې او بیا یې د پارلمان په مرکزي دفتر کې له عون سره وکتل.
عون چې د جمعې په ورځ به ۶۱ کلن شي، د لبنان په پارلمان کې د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې وویل چې "نن د لبنان په تاریخ کې یو نوی پړاو پیلیږي." هغه ژمنه وکړه چې د نوي صدراعظم د سمدستي معرفي کولو لپاره به ژر تر ژره مشوره وکړي.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدون سعار د لبنان د نوي ولسمشر په توګه د عون د انتخاب هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا پرمختګ به په لبنان کې له ثبات سره مرسته وکړي.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یو پیغام کې لیکلي: "هیله لرم چې دا ټاکنې به د لبنان د ثبات، او ددې هیواد د خلکو لپاره د ښه راتلونکي او د ګاونډیو سره د اړیکو په ښه کولو کې مرسته وکړي."
عون د لبنان پنځم لوی درستیز دی چې د ولسمشر په توګه ټاکل کیږي.
په لبنان کې د واک د ویش د سیستم له مخې د دغه هیواد ولسمشر او د پوځ مشر باید ماروني مسیحیان وي.
لبنان له دوو کلونو راهیسې ولسمشر نه درلود او په دغه هېواد کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره پرله پسې هڅې ناکامې شوې وې.
که څه هم په لبنان کې د ولسمشر واک په هغه هیواد کې د ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۹۰ کلونو پورې د کورنیو جګړو له پای ته رسیدو وروسته کم شوی، د دې مقام لرونکی د نوي صدراعظم د معرفي کولو په ګډون د ځینو مهمو دندو مسؤلیت لري.
داسې هم ویل کیږي، چې جوزف عون د امریکا او سعودي عربستان مطلوب شخص دی.
فورم \ دبحث خونه