د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایی جنرال: په بیړه له افغانستانه وتل سټراتیژیکه تیروتنه ده


د امریکا د اردو یو جنرال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه خبرداری ورکړی.

مارک میلي، د امریکا د پوځ لویدرستیز ویلي دي چې دا کار به یوه ستراتیژیکه تیروتنه وي.

مایک میلي چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د لوی درستیز څوکۍ ته کاندید شوی دی، دغه څرګندونې د امریکا د سنا مجلس د نظامي خدمتونو د یوې کمیټې په غونډې کې کړي دي.

سره له دې چې ښاغلی میلي په دې تاکید کوي چې د افغانستان جګړه یواځې د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل کیدی شي خو د هغه په اند له افغانستانه په بیړه د ځواکونو ویستل به هم یوه سټراټیژیکه تیروتنه وي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد له تیرو دریو میاشتو راهیسې د طالب استازو سره په خبرو اخته دی او هڅه کوې چې د افغانستان جګړې ته د خبرو اترو له لارې د حل یوه لاره ولټوي.

ښاغلی میلي دا مني چې په دغو خبرو اترو کې ځینې پرمختګونه شوي دي او همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم هیله مندي ښودلې وه چې د سپټمبر په لومړی نیټه به طالبانو سره د سولې په اړه یوې موافقې ته ورسیږي.

امریکايي مقاماتو همداراز تاکید کړی چې تر دې دمه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په کوم مهالویش باندې هوکړه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG