د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست په سپېره ولسوالۍ کې نږدې ۱۶۰۰ ماشومان د پولیو خطر سره مخ دي


په سپیره ولسوالۍ کې وسله‌والو د ګوزڼ له واکسين سره مخالفت نه کوي، خو د پولیو واکسیناتوران سيمې ته له تلو ډډه کوي.
په سپیره ولسوالۍ کې وسله‌والو د ګوزڼ له واکسين سره مخالفت نه کوي، خو د پولیو واکسیناتوران سيمې ته له تلو ډډه کوي.

د خوست ولایت روغتیایي چاروکي وایي، د سپېرې ولسوالۍ د پوړه په سيمه کې د تېرو پرلپسېکمپاينونو پرمهال شاوخوا ۱۶ سوه ماشومان د دې معلولوونکې ناروغۍ ضد واکسين څخه د ناامنۍ او عقيدوي مسايلو پراساس محروم پاتې شوي.

سره له دې چې په سيمه کې واکمنو وسله والو د ګوزڼ له واکسين سره ښکاره مخالفت نه دی کړی، خو د يو شمېر سرچينو په وينا صحي رضاکاران يادې سيمې ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي.

د خوست اوسېدونکي محمد انور زاهد په دې هکله داسې وايي "ګوزڼ د ماشومانو دايمي معلولوونکې ناروغي ده، که ماشومانو ته ددغې ناروغۍ ضد واکسين تطبيق نشي، ډېر احتمال شته، چې پردې ناروغۍ اخته شي. له ميندو او پلرونو مې غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې دې ناغيړي نه کوي. "

د روغتيايي مسوولينو په وينا د روانې ميلادي مياشتې په ۲۴ مه د پيلېدونکي کمپاين لپاره يې د پوړه سيمې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين د رسولو پر پلان کار کړی، خو د تطبيق په اړه يې ډاډه نه دي.

د پوليو پرضد د عامه پوهاوي ولايتي مسوول ډاکټر نجيب الرحمن رحماني وړانديز لري، چې د رسنيو له لارې د کېدونکي عامه پوهاوي ترڅنګ د سيمې له مشرانو سره خبرې وشي او د خلکو همکاري راجلب شي.

ده وويل "په هغه سيمه کې چې ماشومانو د ګوزڼ له واکسين نه محرومېږي، لومړۍ بايد هلته د عامه پوهاوي مسوولين شتون ولري. بله دا چې بايد د سيمې له ولسي مشرانو سره خبرې وشي او خلک د واکسين په ګټو وپوهوي."

د پوليو ويروس تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د دايمي فلج لامل ګرځي، چې بيا هيڅکله تداوي نلري.

ديني عالم عبدالقدوس د دغه ويروس په له منځه وړلو کې د خلکو همکاري مهمه بولي.

هغه وایي "هيچا نده ثابت کړې، چې په دې کې د اسلام له نظره خلاف مواد کارول شوي دي. دا د روغتيا مسئله ده، بايد ماشومانو ته ورکړل شي. په مجموع کې ټول ولس مسووليت لري، چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکړي، ترڅو زموږ راتلونکی نسل د فلج له ناروغۍ څخه خلاصون ومومي. "

روان عیسوي کال په افغانستان کې د پوليو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د ډاکټرانو په وينا دغه پنځه واړه فلج شوي هغه ماشومان دي، چې د ګوزڼ ضد واکسين په سمه توګه ورته نه دی تطبيق شوی.

د روغتيا پالانو ټينګار دا دی، چې په بشپړ ډول د دې ناروغۍ د مخنيوي او له منځه وړلو لپاره لازمي ده، چې د هر کماپن پرمهال هيڅ ماشوم د پوليو له واکسين پاتې نه شي.

XS
SM
MD
LG