د لاس رسي وړ اتصالات

تیرکال په دریو کلنو کې تر ټولو کم شمیر افغان کډوال وطن ته ستانه شوي


د شمیرنو له مخې په تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې افغانستان ته د ستنو شوو شاوخوا پنځه لکو افغانانو له ډلې څلور لکه یې له ایران څخه دغه هیواد ته ستانه شوي.
د شمیرنو له مخې په تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې افغانستان ته د ستنو شوو شاوخوا پنځه لکو افغانانو له ډلې څلور لکه یې له ایران څخه دغه هیواد ته ستانه شوي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي په تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ۲۰۱۸ میلادي کال پرتله وطن ته د ستانه شوو افغان کډوالو شمیر شاوخوا ۵۰ فیصده کم وو.

د دغه وزارت د رسنیو سلاکار عبدالباسط انصاري امریکا غږ اشنا راډيو سره په مرکه کې وویل، چې په تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې نږدې پنځه سوه زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

ښاغلي انصاري وویل " ۲۰۱۷ کال کې ۸۱۹ زره زمونږ افغانان بیرته افغانستان ته راغلي، په ۲۰۱۸ کال کې ۸۴۰ زره او په ۲۰۱۹ کال کې شاوخوا ۴۹۰ زره افغانان خپل هیواد ته راغلي دي".

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د سلاکار د معلوماتو له مخې تیرکال له ۴۰۰ سوو زرو څخه زیات افغان کډوال له ګاونډي ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ښاغلي انصاري وویل " ۲۳۲ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي او ۱۷۰ زره نور په داوطلبانه ډول هیواد ته ستانه شوي دي".

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د شمیرنو له مخې تیرکال له ترکیې او منځنۍ اسیا د هیوادونو څخه هم شاوخوا ۳۰ زره افغانان او له اروپايي هیوادونو څخه شاوخوا یوولس سوه افغانان خپل هیواد ته ورغلي دي.

دا وزارت وايي، په دې شمیر کې له اروپايي هیوادونو څخه شړل شوي افغانان هم شامل دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت سلاکار وايي، په تیرو پنځه کلنو کې له اروپايي هیوادونوڅخه افغانستان ته د افغان کډوالو د خوښې پر خلاف د ستنیدونکو افغانانو شمیر خورا کم شوی دی.

ښاغلی انصاري وايي، چې افغان حکومت د اروپايي هیوادونو سره یوه اعلامیه لاسلیک کړې، چې له مخې هغه افغان میرمنې، چې سرپرست ونلري اروپايي هیوادونه یې له خپلو هیوادونو څخه نه شړي.

همداشان د دغې اعلامیې پراساس هغه ښځې، چې د خپلو کورنیو سرپرستې کوي، هغه ماشومان، چې سرپرست ونلري، عمر خوړلي افغانان او هغه شمیر افغانان، چې صعب العلاج ناروغیو اخته دي کولای شي په اروپايي هیوادونو کې پاتې شي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغان کډوال د نړۍ په ۷۵ هیوادونو کې په قانوني او د قانوني اسنادو د لرلو پرته ژوند کوي، چې نږدې پنځه میلیونه یې په ایران او پاکستان کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG