د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د جګړو له وېرې کډه شوې زرګونه کورنۍ مرستې غواړي


ننکرهار کې چارواکي وايي په تیره یوه میاشت کې نهه زره کورنۍ د طالبانو او داعش د جګړوله امله د خوږیاڼو له ولسوالۍ څخه بې ځایه شوي.
ننکرهار کې چارواکي وايي په تیره یوه میاشت کې نهه زره کورنۍ د طالبانو او داعش د جګړوله امله د خوږیاڼو له ولسوالۍ څخه بې ځایه شوي.

د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش ډلې او وسله والو طالبانو تر منځ سختې جګړې پیل شوي چې له امله یې د چارواکو په وینا له نهه زرو ډېرې کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي او سلګونو کورنیو په ډاګونو او بیابانونو کې اړولي دي.

خوږیاڼو کې د داعش ډلې او طالبانو جګړه د وزیرو تنګي په مربوطاتو کې روانه ده چې د داسلامي دولت یا د اعش ډلې وسله والو له طالبانو نه یو شمېر کلي لاندې کړي دي.

د روان جنګ له امله د چارواکو په وینا څه دپاسه نهه زره کورنۍ بې ځایه شوي دي چې سلګونو کورنیو د خوږیاڼو ولسوالۍ په نسبتآ امن سیمه"چمتلې ډاګ" کې اړولي دي.

۳۳ کلن امیر محمد هم د یوې کډوالې شوې کورنۍ مشر دی.

هغه امریکا غږ ته وویل:" داعش د وزیرو اته کلي ونیول او طالبان یې وځغلول، بس غږ شو چې راغلل موږ دغه څه بسترې مسترې راوتړلې او راغلو اوس چې راغلو نو کله د موسیساتو والا راشي، ملکان ورمخکې شي ورته وايي دا کورنۍ ولیکه او دا کورنۍ ولیکه، غریب سړی تبا دی، غریب هیڅوک هم نه لیکي".

خو د ننګرهار والي ګلاب منګل چې تیره ورځ د خوږیاڼو ولسوالۍ ته ورغلی و، خبریالانو ته وویل چې ددغو جګړو له کبله نهه زره کورنۍ کډه شوي چې درې نیم زرو ته یې مرستې ور رسېدلي او نورو ته به هم مرستې ورسېږي.

نوموړي وویل چې د طالبانو او داعش ډلې د ځپلو په هدف یې د تېرې سې شنبې په ورځ عملیات هم پیل کړي او هڅه به وکړي چې حکومتي ځواکونه سیمې ونیسي او کورنۍ بېرته خپلو کورنو ته لاړې شي.

اکثره کډه شوې کورنۍ خیمې او ترپالونه هم نه لري، هغوی اندیښمن دي که باران راښکته شي نو په ډاګونو کې به ور ته ژوند کول لاپسې سخت شي.

XS
SM
MD
LG