د لاس رسي وړ اتصالات

ایران پنځو میاشتو کې ۱۰۲۰۰۰ افغان کډوال شړلي- آی او ام


آی او ام وايي له اروپایي هېوادونو کې یو شمېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي
آی او ام وايي له اروپایي هېوادونو کې یو شمېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

د مهاجرت نړیوالې اداره "آی او ایم" وايي په تېرو پنځو میاشتو کې له بهرنیو هېوادونو څخه ۱۹۱۶۵۸ افغان کډوال یا خپل هېواد ته شړل شوي او یا په خپله خوښه راستانه شوي دي.

په دغو کډوالو کې یې ۱۸۱۹۳۳ یې له ایران او ۹۷۲۵ نور یې له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راغلي دي.

د کډوالو د نړیوالې ادارې په راپور کې چې پنجشنبه (مۍ۳۱) خپور شوی ویل شوي دي چې د ۲۰۱۹ کال له پیل څخه د مۍ تر ۲۵ نېټې پورې، ایران ۱۰۲۵۴۹ او پاکستان ۲۱۹۴ افغان کډوال افغانستان ته شړلي دي.

پر ایران او پاکستان سربېره له ځينو نورو اروپايي هېوادونو څخه هم سلګونه افغانان خپل وطن ته راستانه شوي او شړل شوي دي. آی او ایم وايي چې په تیرو پنځو میاشتو کې ۷۶۰ افغانان له اروپايي هیوادونو څخه افغانستان ته راغلي دي.

د راستنېدو او شړل کېدو علتونه

په هرات کې د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي پر ایران باندې د امریکا د اقتصادي بندیزونو د زیاتیدو له امله له دغه هیواد څخه وطن ته د افغان کډوالو ستنیدلو لړۍ چټکه شوې ده.

خو د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت ویاند محمد رضا باهر وايي له ایران څخه وطن ته د افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر د تیر کال سره چندانې توپیر نلري.

ښاغلی باهر هم وايي په ایران باندې د بندیزونو له امله چې د دغه هیواد پسیو خپل ډیر ارزښت له لاسه ورکړی د دې سبب شوی چې ډیر افغانان په خپله خوښه وطن ته ستانه شي.

محمد رضا باهر امریکا غږ ته وویل، چې په تیرو پنځو میاشتو کې ۱۸۴۰۰۰ افغانان له ایران څخه راستانه شوي چې یوازې ۱۱۰۰ تنه یې په ایران کې د اوسیدلو قانوني اسناد درلودل او پاتې نور ناقانونه اوسېدل.

ښاغلي باهر وویل "د دغه شمیر نیمايي یې هغه کډوال دي، چې پخپله په داوطلبانه ډول ستانه شوي او نیمايي نور د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا په اجباري ډول ستنیدلو ته اړ شوي دي".

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت دغه چارواکی، وايي د ایراني پیسو ارزښت له لاسه ورکول د دې سبب شوي چې ډیر افغانان پخپله له ایران څخه افغانستان ته ستانه شي.

ښاغلي باهر وویل" دا کډوال پریکړه کوي چې افغانستان ته ستانه شي او یو زیات شمیر یې پریکړه کوي، چې د ایران څخه ترکیه ته په غیر قانوني ډول لاړ شي او ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي".

دا وزارت وايي په ۱۳۹۶ لمریز کال کې له ایران څخه شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ افغانان وطن ته ستانه شوي وو خو دا شمیر په تیر۱۳۹۷ لمریزکال کې دوه چنده شوی و.

XS
SM
MD
LG