د لاس رسي وړ اتصالات

کابل هوايي ډګر کې د مخدراتو د قاچاقبرانو نیول زیات شوي


د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې د کابل د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه بهرنیو هیوادونو ته د مخدره موادو د قاچاقبرانو د نیول کیدو په قضیو کې بې‌ساری زیاتوالی راغلی دی.

د دغه مرکز ویاند احمد خالد مؤحد امریکا غږ اشنا ته وویل، د روان کال د حمل میاشتې له پیل څخه تر دې مهاله پولیسو د حامد کرزي په هوايي ډګر ۲۰ تنه د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي، چې دغه شمیره د تیرو میاشتو په پرتله بې‌ساری زیاتوالی ښيي.

هغه وویل "له دې شمیرې ۱۱ تنه په تیرو اوو ورځو کې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې پولیسو نیولي دي، اکثرو دغو کسانو په خپلو ګیډو کې هیروئین انتقالول او غوښتل یې چې له افغانستان څخه یې هندوستان ته قاچاق کړي، چې د پولسو ونیول او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته یې وسپارل".

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې په نیول شوو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

احمد خالد مؤحد همدا شان وویل، چې پولیسو په دې موده کې څلور تنه نور هم د مخدره موادو د قاچاق په تور په ننګرهار او پروان ولایتونو کې نیولي دي.

د هغه پر وینا د مخدره موادو له دغه شمیر قاچاقبرانو څخه پولیسو په ټولیزه توګه ۶ کیلو ګرامه هیروئين، اوه ګرامه اپین او نږدې ۳۰۰ کیلوګرامه چرس نیولي دي.

ښاغلي مؤحد دغه راز وویل، پولیسو له دغو تورنو کسانو څخه یوه اندازه پیسې،۱۶سیټه ګرځنده ټیلفونونه او۲ موټره هم ضبط کړي دي.

د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د معلوماتو پر بنسټ، په تیره یوه اونۍ کې د دغه مرکز ابتدائیه محکمې د یوې ښځې په ګډون اوه تنه د مخدره موادو د قاچاق په جُرم د حبس له دوو څخه نیولې تر پنځو کلونو سزا محکوم کړي او همداشان د دغه مرکز د استیناف محکمې ۱۱ تنو ته د تنفیذي حبس د بیلابیلو مودو د بند سزا اورولې ده.

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د مخدراتو د هغو قاچاقبرانو د دوسیو د څیړلو صلاحیت لري، چې جرم یې دروند وي او یا د افغانستان د هوايي ډګرونو له لارې بهرنیو هیوادونو ته د مخدره موادو د قاچاق پر مهال نیول شوي وي.

XS
SM
MD
LG