د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: افغانستان کې د القاعدې دوهم تر ټولو غټ قومندان وژل شوی


ناټو: افغانستان کې د القاعدې دوهم تر ټولو غټ قومندان وژل شوی
ناټو: افغانستان کې د القاعدې دوهم تر ټولو غټ قومندان وژل شوی

ناتو وایي قواو یی په کنړ ولایت کی د القاعده یو مهم غړی وژلی دی.

د اییتلاف قواو د سه شنبې په روځ وویل چی د کنړ په ولایت کی د اپریل د دیارلسمی نیټی په هوایی حمله کی ابو حفص النجدي چې د عبدالغني په نوم یې شهرت درلود او په هغه هیواد کې دویم نمبر سختدریځی و، وژلی دی.

ناټو وایي دا سعودي تبعه د گڼ شمیر بریدونو او طرحو مسوول گڼل کیږي او د سختدریځو یوې شبکې څخه یې کار اخیست تر څو په کنړ کې پر امنیتي قواو باندې وژونکي حملې وکړي په دې هوایي بریدونو کې د القاعده څو تنه نور غړي هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG