د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیې نوي وزیران افغانستان ته تللي


د بریتانیې د نوي حکومت دبهرنیو چارو وزیر ویلیم هاگ، ددفاع وزیر لیم فاکس او د نړیوالې پراختیا وزیر اندریو میچل دشنبی په ورځ کابل ته رسیدلي دي.

دوي دافغانستان دجمهوررئیس حامد کرزي سره لیدنه کتنه کوي او همدغه راز دبریتانیې عسکر وویني او همداشان هغه پروژې به وگوري چې بریتانیه یې تمویلوي.

دبهرنیو چارو وزیر هاگ افغانستان دبریتانیې دډیرو عاجلولومړیتوبونه یادونه وکړه

ددفاع وزیر فاکس وویل، دی غواړي چې په سیمه کې دعسکرو حالت وویني او دلوړ رتبه قوماندانانو سره لیدنه کتنه وکړي.

د ۲۰۰۱ کال نه راپدی خوا په افغانستان کې دبریتانیې ( ٢٨٠ ) تنه عسکر وژل شویدي.

بریتانیه دجنوبی آسیا په دغه هیواد کې تقریبآ لس زره عسکر لري چې دطالبانو په خلاف جنگ کې مرسته کوي.

دبریتانیې عسکر د آیساف دبین المللي قواوو چې زیات عسکر یې آمریکایان دي، یوه برخه ده چې توقع ده په څوهفتوکې ددغو قواو شمیر ۱۴۰ زرو ته ورسیږي.

دکلونو په اوږدو کې په بریتانیه کې دجنگ سره دخلکو ملاتړ کم شویدی. دبهرنیو چارو وزیر هاگ وویل، په افغانستان کې به دبریتانې عسکر ترهغې پوري وي ترڅو چې افغانان دخپل امنیت غم پخپله وخوري.

XS
SM
MD
LG