د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې د اوبو لګولو شپږ کانالونه جوړیږي


لغمان کې د اوبو لګولو شپږ کانالونه جوړیږي
لغمان کې د اوبو لګولو شپږ کانالونه جوړیږي

دلغمان په ولايت کې داوبولګولو شپږکانالونه جوړېږي. ددغه ولايت چارواکي وايي دغه کانالونه به دسيمې په زرګونوجريبه زراعتي ځمکه خړوب کړي.

او په سلګونوبې روزګاره کسان به په کې په وظيفه وګومارل شي.

ددغه ولايت وياند ګل محمدهمدرد وايي چې په دغوپروژوچې مالي لګښت يې د نړۍ وال بانک له خوا ورکول کېږي لږترلږه ١،٦ميلونه ډالرلګښت راځي اودجوړولو چارې به يې په شپږومياشتوکې بشپړې شي.

دى وايي دغه کانالونه ټول ټال ٣٥ کيلو متره اوږدوالى لري چې په جوړولو سره به يې دسيمې په زرګونه جريبه زراعتي ځمکه خړوب شي. دده او د سيمي ولسي خلکوپه وينا ددغو کانالونو په جوړیدو سره به په زرګونه جريبه ځمکه دکرکيلي جوګه شي.

دوي ددغوکانالونو جوړول دسيمې په اقتصادي برخه کې يوګټورکاربولي.

دوي وايي ددغو کانالونو ترسره کېدل به په سيمه کې يولوى زراعتي بدلون راولي. پر دغوپروژو سربېره په دغه ولايت کې دبيارغاونې يوشمېر نورې پروژې هم پيل شوي دي.

چې دوي يې دسيمې اقتصادي پياوړتيا په برخه کې ګټورې بولي.

تردغوپروژو وړاندې يوشمېر نورې پروژې چې په هغوي کې ددوه لوي کانالونه شامل وو دجوړولو چارې يې بشپړې اودسيمې خلک ترې برخمن شول.

دغه کانالونه چې دجوړولو چارې يې شپږمياشتې وړاندې دنړۍ وال بانک په مالي لګښت پيل شوې وې اولږترلږه درې لکه اوشپېته زره امريکايي ډالره لښګت پرې راغى دسيمې چارواکيو په وينا له دغه کاناله دامهال دسيمې په سلګونو کورنۍ ګټه اخلي.

ددغه ولايت وياند همدرد وايي چې ددغوپروژو په ترسره کېدوسره دامهال په زرګونو جريبه زراعتي ځمکه خړوبېږي.

د سيمې خلک او مسوولين ددغو پروژو تر سره کېدل دکرکيلي په برخه کې يوګټورکاربولي اووايي چې دغه پروژه ددې جوګه شوې په سلګونوجريبه ځمکه دکرکيلي لپاره تياره کړي.

لغمان دافغانستان يوله هغوولايتونوڅخه ګڼل کېږي چې دامهال په کې دبيارغونې دلسګونو پروژو دبشپړېدواوپيلېدو خبرونه ترغوږکېږي خو له دې سره سره بيا هم له دغه ولايته په سلګونو ځوانان د بې روزګارۍ له امله نوروهېوادونوته په مزدورۍ پسې وتي دي .

XS
SM
MD
LG