د یوگاندا جمهور ریس یوویری موسیوینی په پایتخت کامپالا کی د هغو دوو بمونو د چاودنی سیمی ته ورغی چی د فوټبال د نړیوال جام د وروستۍ لوبی د کتلو په وخت کی وچاودیدل.
ښاغلی موسیوینی نن د دی چاودنو عاملین ترورستان وبلل او زیاته یی کړه هر چیری چی وی هغوی به پیدا کړی او د قانون منگولو ته به یی وسپاري.
د دی چاودنی مسؤلیت چی د یکشنبی په ورځ وشوه تر اوسه پوری هیچا په غاړه نه دی اخیستی.
د پولیسو یوه چارواکی ویلی چی گمان کیږی چی په دی چاودنه کی د سومالیی د اسلام پاله یاغی ډله الشباب لاس ولری ، چی دا به د سومالیی نه د باندی د هغوی لومړۍ حمله وی.
د الشباب ډله د سومالیی د پایتخت مگه دیشو تقریبآ په ټوله برخه کی خپل حاکمیت غزولی دی او په دی سیمو کی یی په ټلویزیونونو کی د فوټبال د نړوال جام د لوبو خپرول بند کړی وو.
په مگه دیشو کی د الشباب د ډلی یوه قوماندان وویل چی د دی چاودنو له امله ډیر خوشحاله دی خو دا خبره یی نه تایید کړه او نه رد کړه چی دا کار دوی کړی دی که نه
چاروکی گمان کوی چی د بم دا چاودنی ځان مرگی بریدونه وو.