د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار مرستیال ښاروال مړ شو


د کندهار مرستیال ښاروال مړ شو
د کندهار مرستیال ښاروال مړ شو

د کندهار د ښاروال مرستیال د هغو زخمونو نه مړ شوی چی پرون د کندهار په ښار کی د وسله والو لخوا پری حمله وشوه.

چارواکي وایی چی د ښاروال مرستیال نور احمد نظری پرون شپه په روغتون کی مړ شو.

نظری له هغه وروسته په دی څوکۍ مقرر شو چی د اپریل په میاشت کی د کندهار د ښاروالۍ پخوانئ مرستیال عزیزالله یارمل په قتل ورسید. چارواکیو د دی حملی پړه په یاغی طالبانو وراچولی چی غواړی سیاسی مشران تحدید کړی او مرکزی حکومت بی ثباته کړی.

ناتو ویلی چی په کندهار او شاوخوا ولسوالیو کی به یو څه تشدد په داسی حال کی زیات شی چی په دی سیمه کی د یاغیانو د پاکولو عملیات دوام لری .

په یوه بل خبر کی راغلی چی ترکیی منلی چی په کابل کی د ناتو د سولی د ساتلو د عملیاتو مشری تر یوه بل کال پوری هم په غاړه واخلی چی د هغوی ماموریت به د نوامبر د میاشتی د لومړۍ نیټی نه پیل شی.

ترکیی د ٢٠٠٩ م کال د نوامبر په میاشت کی سیمه ایزه قومانده په غاړه واخیسته

ترکیه په ناتو کی یوازینئ اسلامی ملک دی او تقریبآ ١٨٠٠ عسکر یی په کابل کی په خدمت بوخت دی.

XS
SM
MD
LG