د متحدو ایالتونو د فضايي څېړنو اداره (ناسا) غواړي چې د سپوږمۍ پرمخ د یو مرموز سوري په اړه پلټنه وکړي، چې معلومه کړي د اورغورځونکي لاوا له تونل سره کومه لاره لري که نه. که تائید شي، په اینده کې به فضانوردان ترې د طبیعي پناه ځای په توګه کار واخلي.
ناسا د دغه کار د مطالعې لپاره د «ماریوس په تپو کې د سپوږمۍ د سوري په اړه د پلټنې لپاره فزیکي تجهیزات» په نوم یوه بسته استولې ده.
ساینسپوهان غواړي چې د ځانګړو تجهیزاتو په مرسته د سپوږمۍ په مخ د دغه غټ سوري په اړه څېړنې وکړي، چې معلومه کړي دا سوری خو د اورغووونکي لاوا سره تړلی نه دی.
ناسا وايي دا څېړنه به په سپوږمۍ کې د انسان د ځای په ځای کولو د پلان په اړه مهم اطلاعات برابر کړي. که تر سپوږمۍ لاندې سترې فضاګانې ثابتې شي، دا به د سپوږمۍ په شدیدې اب او هوا کې، د اور ورینو ډبرو او نورو کوچنیو تشعشاتو په وړاندې د فضانوردانو حفاظت وکړي.
د ماریوست سوریو له څو کلونو راهېسې د ساینسپوهانو پام ځان ته اړولی دی، خو ترې لاندې جوړښتونه لا هم په بشپړ ډول مشخص شوي نه دي.
دا تحقیق د هغو دریو تحقیقاتو یوه برخه ده، چې ناسا یې د «د سپوږمۍ پرمخ تحقیقات او بستې» د پروګرام له لارې انتخاب کړی دی.
د دغو څېړنو هدف د سپوږمۍ د چاپیریال پېژندل او د یو انساني مرکز د جوړولو ته برابرول ښودل کېږي.
فورم \ دبحث خونه