د لاس رسي وړ اتصالات

د آسین غونډه توجه بیا د جنوبي چین سمندرگي ته ده


داسې نښې نښانې شته چې د جنوب ختیځو هیوادونو د ټولنې یا آسین د مشرانو سرمشریزه غونډه به د اوږدې مودې ځمکنۍ لانجې یعنی د جنوبې چین د سمندر لپاره د یو طرزالعمل د جوړولو په هکله پرمختګ وکړي.

درې میاشتې پخوا، د آسین لسو غړو په خپله سیمه يیزه غونډه کې د جنوبي چین د سمندر لپاره د کړنلارې د بشپړیدلو غوښتنه کړې وه.

د کوربه هیواد د جمهور رئیس د ویاند په وینا، ښايي د آسین مشران چې په دغه اونۍ کې د برما په مرکز کې سره غونډیږي بشپړ پرمختګ و نکړي، "خو ټولو علاقه مندو خواو اوس ژمنه کړې ده چې دغه پروسه چټکه کړي."

د برما د اطلاعاتو وزیر یي توت امریکا غږ ته وویل: "له دې سرمشریزې غونډې نه وروسته، زمونږتمې دادي چې ټولې علاقه مندې خواوې کولای شي پر داسې یوه پروسه مواقفه وکړي چې یو طرزالعمل څرنګه زر تر زر عملي کړي."

د آسین هیوادونه د هغه سمندري بن بست له امله په زیاتیدونکي توګه اندیښمن دي چې د چینايي بیړیو له امله رامنځته شوی او د متحده ایالاتو د چارواکیو د هغو څرګندونو یو برخه ده چې په لانجمنو اوبو کې یې "د پراختیا د چلند بیلگه بللې ده. "

ویټ نام او فلپین د آسین دټولنې هغه هیوادونه دي چې ډیرې اندیښې یې مطرح کړي دي. دا هغه خبره ده چې د آسین سکرتر جنرال لي لوانګ مِن، چې پخپله هم یو پخوانی ویټ نامي دیپلومات دې د امریکا له غږ سره په یوه مرکه کې ومنله.

لوانګ مِن وویل: مونږ د سیاسي ژمنو او د رښتینو کړنو تر منځ یو پراخیدونکې واټن لیدلی دی. او دا هغه ستونزه دی چې مونږ یې باید له منځه یوسو.

د دغه طرزالعمل په هکله موافقه هغه وخت له مشکل سره مخامخ کیدلای شي کله چې مالیېزیا چې په چین پلوه کمپ کې شامل ګڼل کیږي په راتلونکي کال کې د آسین د ګرځیدونکي رئیس په حیث خپله څوکۍ خپلوي.

سورین پیتسووان چې د لانګ مِن نه مخکې د آسین د سکرتر جنرال و وايي چې د دې او نورو پیچلي مسایلو چې دغه سازمان ورسره مخامخ دی، لکه په راتلونکي کال کې د آسین د اقتصادي ټولنې په لاره اچول، په هکله پرمختګ به د یوې ډله اییز ې مشرۍ د کلکې ژمنې نه پرته مشکل وي.

سورین چې د تایلنډ د بهرنیو چارو پخوانې وزیر دی وویل: "د آسین سرعت ددې ټولنې تر ټولو ورو غړی پورې تړلی دی، ځکه چې هر څه باید د ټولو د توافق په واسطه رامنځته شي."

د آسیايي سرمشریزه غِونډه د چهار شنبې په ورځ جوړیږي چې ورپسې د نهمې ختیځې آسیايي سرمشریزه غِونډه پیل کیږي.

دهند صدراعظم نریندرا مودي او د اندونیزیا جمهور رئیس جوکو ویدودو په دغه سرمشریزه ِغونډه کې به د لومړي ځل لپاره ګډون کوي.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس بارک اوباما او د چین صدراعظم لي کيکیانګ دهغو نړیوالو مشرانو له جملې نه دي چې په دغه غونډه کې به برخه واخلي.

همدا راز تمه کیږي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون به هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG