د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چارشنبه، جولای ۲۲ پ د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د آسيان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ سره کتلي دي. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ له هغه وروسته تر ټولو لوړه کچه مخامخ لیدنه ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په میاشت کې چین ته سفر وکړ او له خپل چینایي سیال ولسمشر شي جینپینګ سره یې ولیدل.
روبیو وویل، نږدې ۹۰ دقیقې خبرې د هغو برخو پر موندلو متمرکزې وې چې د دواړو هېوادونو د همکارۍ بنسټ جوړولی شي او واشنګټن ته د و ولسمشر شي جنپنګ د احتمالي سفر لپاره لاره هواره کړي چې ټاکل شوې د سپټمبر په میاشت کې به وشي. ولسمشر ټرمپ ویلي چې شي به د سپتمبر په وروستیو کې امریکا ته سفر وکړي، خو بیجینګ تر اوسه دا سفر نه دی تایید کړی.
روبیو ومنله چې د امریکا او چین ترمنځ ژور اختلافات شته، خو ویې ویل چې دواړه لوري هڅه کوي دغه اختلافات داسې مدیریت کړي چې له کنټرول څخه ونه وځي. هغه وویل، د تایوان او سوداګرۍ موضوعات د خبرو برخه وو، خو د امریکا د ټاکنو په چارو کې د چین د لاسوهنې په اړه د ولسمشر ټرمپ تازه تورونه، چې بیجینګ یې ردوي، په دې لیدنه کې مطرح نه شوو. د دې راپور تر خپرېدو پورې چین د دغې لیدنې په اړه رسمي اعلامیه نه وه خپره کړې.
دا لیدنه داسې مهال کېږي چې امریکا یوه ورځ مخکې د جنوبي چین په سمندرګې کې د چین هغه اقدامات وغندل چې واشنګټن یې «خطرناک او تهاجمي» بولي. د فلیپین پوځ ویلي، د چین ساحلي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د دویم توماس شوال په لانجمنه سیمه کې یو فلیپیني سمندري سرتېری څو ځله په لرګي وواهه. د دې پېښې وروسته فلیپین او چین د یو بل سفیران احضار کړل.
بیجینګ بیا فلیپین د دې شخړې په پارولو تورن کړی دی. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د آسین له سرمنشي سره په خبرو کې ویلي چې د فلیپین د پوځ او پولیسو ځینې کړۍ د بهرنیو ځواکونو د ګټو لپاره قصدي پاروونکي اقدامات کوي.
د آسین د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ګډه اعلامیه کې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د بیا پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د منځني ختیځ د جګړې د ژر تر ژره درولو او د هرمز تنګي د بشپړ او خوندي پرانیستل کېدو غوښتنه یې وکړه. د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ شاوخوا شل سلنه لېږد رالېږد پکې ترسره کېږي.
وزیرانو له ټولو خواوو وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي او اختلافات د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي. د جنوب ختیځې اسیا هېوادونه، چې څه باندې ۶۸۰ میلیونه وګړي لري، د منځني ختیځ پر نفتو او ګازو ډېر متکي دي او د جګړې له امله د انرژۍ د بیو او اکمالاتو له ستونزو اغېزمن شوي دي. فلیپین د روان کال په مارچ میاشت کې د انرژۍ ملي بېړنی حالت اعلان کړی و.
روبیو د چهارشنبې په ورځ د آسيان وزیرانو ته په وینا کې وویل، ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي نه دی او خبرداری یې ورکړ چې که ایران د هرمز تنګي کنټرول ترلاسه کړي، دا به د نړیوال اقتصاد لپاره جدي ګواښ او په ځانګړي ډول د اسیا لپاره خطرناک مخینه وي. هغه همداراز ډاډ ورکړ چې متحده ایالات «سل په سلو کې د آسيان ترڅنګ ولاړ دي»، څو هغه اندېښنې کمې کړي چې ګواکې د منځني ختیځ جګړه به د واشنګټن پام له هند ـ پاسیفیک سیمې واړوي.
روبیو د امریکا، هند، جاپان او استرالیا د «کواد» ډلې په غونډه کې هم ګډون وکړ، چې په کې د ازاد او پرانیستي هند ـ پاسیفیک د ملاتړ ژمنه یو ځل بیا تازه شوه. هغه د فلیپین له ولسمشر فردیناند مارکوس جونیر سره هم وکتل او دواړو خواوو د امریکا او فلیپین پر «کلک او نه ماتېدونکي» دفاعي ایتلاف ټینګار وکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د پنجشنبې په سهار به په مانیلا کې له مارکو روبیو سره وګوري. ټاکل شوې چې په دې لیدنه کې د اوکراین او منځني ختیځ جګړې وڅېړل شي. روبیو هم تایید کړې چې د اوکراین جګړه به د دواړو لورو د خبرو مهمه موضوع وي.
ټاکل شوې ده چې روبیو، وانګ يي او لاوروف د پنجشنبې په ورځ د ختیځې اسیا د سرمشریزې په غونډه کې هم ګډون وکړي.