د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو د اسین په غونډه کې د ګډون لپاره فیلیپین ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې مارکو روبیو د سویل ختیځې اسیا د هېوادونو په مشریزې (اسین) کې د ګډون کولو په موخه د فیلیپین پلازمینې مانیلا ته رسېدلی دی.

د اسین د سرمشریزې د یوولسو غړو هېوادونو مشران او ددغې سرمشریزې شریکان به په همدې اونۍ کې غونډه وکړي. دا غونډه په داسې حال کېږي چې په منځني ختیځ کې شخړو بیا زور اخېستې او متحده ایالتونو په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو د ایران د بریدونو د مخنیوي لپاره په لسو پړاونو کې پر ایران پرله پسې بریدونه کړي او ایران هم پر سیمه ییزو هېوادونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت لیکلي د سه شنبې په ورځ [جولای ۲۱مه] په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې روبیو به د خپل سفر په لړ کې د اسین د رهبرانو سره وګوري.

سویل ختیځه اسیا، چې د تیلو یوه لویه واردونکې ده او ګډ ناخالص کورنی تولید یې ۳.۸ ټریلیونه ډالرو ته رسېږي، د اکمالاتو له کمښت سره سخته مخ ده او د اغېزو د کمولو لپاره یې هڅه کړې چې د تیلو د وېش لپاره د اسین د غړو هېوادونو ترمنځ ژر تر ژر یوه حل لاره وړاندې کړي.

د اسین د غړو هېوادونو یو شمېر وزیرانو له خپلې غونډې وروسته، یوه اعلامیه خپره کړې او لیکلي چې په منځني ختیځ کې روان "پرمختګونه د مهمو منځګړو روانې هڅې سخت کمزورې کوي او د خبرو اترو او ډېپلوماسۍ له لارې د سوله ييزې حل لارې امکانات راکمولي."

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د کوربه هېواد فلیپین د بهرنیو چارو وزیرې ماریا تیریسا لازارو او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ترمنځ د سرمشریزې په څنډه کې غونډه وشي، تازه د مانیلا او بیجینګ ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي شخړه هغه مهال رامنځته شوه چې د فلیپین سمندري ځواکونو د چین ساحلي ګارد د خپل یو مامور په وهلو تورن کړ.

د فلیپین د ولسمشر دفتر د سه شنبې په ورځ ویلي چې ولسمشر فرډیننډ مارکوس به په مانیلا کې د چین سفیر احضار کړي. دا کار تر هغې وروسته کېږي چې د چین حکومت په بیجینګ کې د مانیلا سفیر احضار کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG