د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزی: ملي هدفونو ته رسیدل له ټاکنو آسانه دي


منتخب جمهورریس اشرف غني احمدزی (ارشیف)
منتخب جمهورریس اشرف غني احمدزی (ارشیف)

افغان منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی چې نن د ۲۶ ولایتونو د سلګونو تنو قومي مشرانو په یوه غونډه کې وینا کوله وویل " کومه لار چې په مخ کې لرو ښايي له ستونزو ډکه لار وي خو ملي اهدافو ته رسیدل او د هغو عملي کول به له ټاکنو څخه زیات ستونزمن نه وي."

افغان منتخب ولسمشر وویل چې د افغانستان ټول قومونه سره ورونه دي، ټول له مساوي حقونو څخه برخمن دي او یوځای به د رڼا او مساواتو په لور حرکت کوي.

هغه زیاته کړه نن هغه ورځ ده چې علي شیر نوايي، خوشال خان خټک او سعدي يې آرمان درلود ځکه چې د هغوي د فکر اساس هم ټولنیز عدالت وو.

ښاغلي احمدزي وویل "موږ له تاسې سره وعده نده کړی بلکې موږ له تاسې سره تړون کړی چې افغانستان به د بدلون پر لور بیایو."

ښاغلي احمدزي زیاته کړه لومړی کار به یې دا وي چې افغانستان د ملي او نړیوالو د پانګونې په مرکز بدل کړي ځکه چې د پانګونې د فضا له جوړولو پرته به راتلونکی حکومت د ځوانانو او هیواد د ستونزو په لرې کولو کې پاتې راشي.

ښاغلي احمدزي د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه وویل " که پانګونه غواړو، که خدمتونه غواړو او که مساوات غواړو نو د فساد د له منځه وړلو پرته نه ترلاسه کیږي د همدې لپاره زموږ پر ارادو شک مه کوئ، تیر په هیر خو کومه ورځ چې موږ پر دې کارونو لاس پورې کړ نو له موږ ګیله مه کوی بلکې له ځانه یې وکړئ"

هغه وویل چې امنیت د ټولو افغانانو غوښتنه ده او د امنیت په راوستلو کې به هر اړخیزه هڅه وکړي.

ښاغلي احمدزي وویل چې له دوامدارې سولې پرته د امنیت ټینګښت ممکن نه دی او د ملي یووالي دولت به د سولې راوستلو لپاره د افغانستان ټول ولسونه په خپل غیږ کې ونیسي.

منتخب ولسمشر چې په ارګ ماڼې کې یې له قومي مشرانو سره خبرې کولې وویل دا ماڼۍ به له دی وروسته د خلکو ماڼۍ وي.

ښاغلي احمدزي ټینګار وکړ چې خپل اصلي کارونه به د دوشنبې پر ورځ پیل کړي او زیاته یې کړه اصلي کار د دې ملت جوړول دي او دې ملت ته به د هوساینې، ثبات او امنیت راوستلو عملي کارونه به د دوشنبې پر ورځ پیل شي.

ټاکل شوې چې راتلونکې دوشنبې په ارګ کې د یوې لويې غونډې په ترڅ کې د نوي منتخب ولسمشر د لوړې مراسم ترسره شي

XS
SM
MD
LG