د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د آسیا په ختیځ کې د پوځي حل سره مخالفت لري

آشتن کارتر د جاپان د صدراعظم شینزو آبی سره د کتنې لپاره د روانیدو پر وخت.

د امریکا د دفاع وزیر اشتن کارتر آسیا ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې نن چهارشنبې په توکیو کې د جاپان د امنیت په اړه خپله ژمنه بیا تازه کړه او د جاپان او چین ترمنځ د ارضي مالیکیت د کړکیچ د کمیدو غوښتنه یې وکړه.

د ختیځ چین په سمندرگي کې د جاپان ترکنترول لاندې جزیرو په سر د جاپان او چین مخالفت او په همدې سیمه کې د چین لمسوونکي تحرکات ددی سبب شوو چې د امریکا د دفاع وزیر اشتن کارتر د جاپان د دفاع وزیر سره په تاریخي معضلو خبرې وکړي.

ښاغلي کارتر وویل "لکه مې چې څو ځلي مخکې هم ویلي، موږ د مالکیت په ادعا کې د هیڅ لوري پلوي نه کوو. خو مونږ ددی کړکیچ د پوځي کیدو سره مخالف یوو"

د جاپان د دفاع وزیر جنرال نکتاني سره په لیدنه کې ښاغلي کارتر یو ځل بیا د ختیځې آسیا د بیا انډول کیدو په هکله ټینگار وکړ چې په هغه کې دغې چټکې وده کوونکې سیمې ته زیاته سیاسي او پوځي توجه شامله ده.

ښاغلی کارتر چې توقع کیږي د همدې کال په پای کې چین ته هم لاړ شي، واېي امریکا د بیجنگ د مخ په زیاتیدونکي لویې دفاعي بودیجې، په انټرنټي ساحو کې د هغوئ اقدامات، او د جنوبي چین د سمندرگي په شان سیمو کې د هغوی د یو لړ کړو په اړه اندیښمنه ده.

چین هم د سه شنبې په ورځ د جاپان نه وغوښتل چې د ځنو تاریخي مسایلو په اړه مسولیت ومني. جاپان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ اړوند خپل کلني تدریسي کتابونه چاپ کړي او د تیرکال د لیسې د دورې کتابونه یې له سره تالیف کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي "چین په جاپان کې د اړوندو تحرکاتو په اړه جدي اندیښمن دی. د (دیااویو) جزیره او ورسره تړلي ټاپوگان، چې په جاپان کې د سینکاکس په نوم یادیږي، د چین د لرغونې زمانې اصلي میراث دی. دا د تاریخي حقایقو او قانوني اسنادو له مخی تائید شوي."

د جاپان د چارو محققه شیلا سمیت واېي د وضعیت بدلون ډیر مهم دی " فکر کوم په ختیځه آسیا سیمه کې موږ په یو ځانگړي حساس پړاو کې یوو. او هرڅوک د آرام سمندر لورې ته متوجه دی او هغوی د یو نوي چین رامنځ ته کیدل ویني"

د چین دفاعي بودیجه د پنځه پرله پسې کلونو راهیسې زیاته شوې، د امریکا متحده ایالات ددغې زیاتوالي د انډول کولو په مقصد په سیمه کې خپل متحدین غښتلي کوي، خو وایي چې نه غواړي د چین مخه ونیسي.

امریکا د آسیا په ختیځ کې د پوځي حل سره مخالفت لري

د امریکا د دفاع وزیر اشتن کارتر آسیا ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې د جاپان د امنیت په اړه خپله ژمنه بیا تازه کړه.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG